د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

افغان حکومت: طالبان اوس هم له القاعده شبکې سره همکاري لري


غزني کې د طالبانو یو انځور- ارشیف
غزني کې د طالبانو یو انځور- ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبان اوس هم له القاعده شبکې سره همکاري لري.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل ټینګار کوي چې، له تروریستي ډلو سره به د طالبانو اړیکي د سولې بهیر اغېزمن کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ټینګار کوي چې د داعش د ډلې ترڅنګ، طالبان هم له امریکا سره د هوکړې پرخلاف، له القاعده شبکې سره همکاري کوي.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل وايي، د سولې د بهیر د بریالي کېدو لپاره اړینه ده چې، طالبان له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي.

ښاغلي فیصل د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل: "د طالب او داعش ډلې له القاعدې سره همکاري کوي، موږ پر طالبانو غږ کوو چې، د سیمې او نړۍ له ترهګرو ډلو سره اړیکې وشلوي چې د سولې هیلې له تمې سره سمې پر مخ لاړې شي او نتیجه ترې واخلو."

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

ښاغلي فیصل یوځل بیا ټینګار وکړ چې اوربند د خلکو، حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده.

ده له طالبانو وغوښتل چې دغې غوښتنې ته غاړه کېږدي.

دی وايي، د سولې بهیر د ګړندیتوب لپاره تراوسه ۵۵۰ طالب بندیان له زندانونو خوشې شوي او په راتلونکو ورځو کې به ۹۵۰ نورهم خوشې شي.

په ورته وخت کې دافغانستان د ژغورنې د لارې شورا رئیس سید اکبراغا وايي، د حکومت او طالبانو له خوا داشان څرګندونې د سولې له بهیرسره مرسته نه، بلکې زیان ور رسوي.

هغه زیاتوي: "د دواړو لورو څرګندونې پر سړې جګړې دلالت کوي او د عملیاتو یوه برخه ده، که حکومت د طالبانو او طالبان د حکومت په اړه داشان څرګندونې کوي، د باور وړ نه دي، اړینه ده چې دواړه لورې مثبتې خبرې وکړي."

طالبانو تراوسه پورې د امنیت د شورا د ویاند د دغو تازه څرګندونو په اړه څه نه دی ویلي، خو مخکې له دې یادې ډلې، حکومت د سولې د هوکړې د پلې کېدو په ځنډولو تورن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې، طالبانو له امریکا سره په هوکړه کې ژمنه کړې چې، له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي.

XS
SM
MD
LG