د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

'د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره د ښکېلو لوریو په کړنو کې بدلون نه دی راغلی'


د بشر حقونو مرکزي دفتر- ارشیف
د بشر حقونو مرکزي دفتر- ارشیف

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره، د جګړې ښکېلو خواو په کړنو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

د افغانستان په جګړه کې پرملکي تلفاتو اندېښنې ښودلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یوناما په تازه راپور کې ویل شوي چې، د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې، په افغانستان کې ۵۳۳ ملکي کسان وژل شوي او ۷۶۰ ټپیان شوي دي.

دغه شمېرې د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ملکي تلفاتو له شمېرو سره ډېر توپیر نه لري.

که څه هم افغانستان د ۲۰۱۹ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د اورکم اوونۍ تجربه کړه او افغان امنیتي ځواکونه د روان میلادي کال د فبروري د میاشتې له پای نه تراوسه پورې، په دفاعي حالت کي دي او طالبانو هم ویلي چې، تر اوسه یې پر ښارونو له بریدونو ډډه کړې ده.

د ۲۰۱۹ میلادي کال په پاې کې د یوناما راپور ښودله چې د دغه کال په ۹ میاشتو کې د افغانستان په جګړه کې ۲۵۶۳ ملکي کسان وژل شوي او ۵۶۷۶ ټپیان شوي دي.

د یوناما په راپور کې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خوا وې په بېلابېلو فیصدیو د ملکي تلفاتو په تړاو مسوولې ګڼل شوي دي.

پوښتنه داده چې، ایا د ملکي تلفاتو په اړه د داشان راپورونو له خپرېدو سره سره، د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو خواو په کړنو کې بدلون راغلی.؟

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، له اندېښنو سره سره، په دې برخه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

د دغه کمېسیون د خپرونو او اړیکو رییس ذبیح اله فرهنګ ازادي رادیو ته وویل: "که څه هم موږ بیا بیا وویل چې د ملکي کسانو په نښه کول او دوې ته زیان رسول، د بشر د حقونو او نړیوالو قواعدو له مخې د غندنې وړ او جنایت دی خو له بده مرغه په جګړه کې ښکېلې خوا ورته پام نه کوي."

د ښاغلي فرهنګ په خبره د افغانستان د بشر د حقونو د کمېسیون د ارزونې له مخې، د ملکي تلفاتو اصلي لامل په لومړي ګام کې د سړک د څنډو ماینونه او په دوهم ګام کې جنګونه دي.

خو د افغانستان ددفاع وزارت وايي، د عملیاتو پر مهال دافغان امنیتي ځواکونو اساسي پروګرام د ملکي کسانو خوندیتوب دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي رادیو ته وویل، د عملیاتو په بهیر کې د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره د افغان امنیتي ځواکونو پروګرامونه پراخېږي.

فواد امان
فواد امان

هغه زیاتوي: "موږ هره ورځ خپل پروګرامونه پراخوو چې د عملیاتو په بهیر کې ملکي کسانو ته زیان ونه رسېږي، په هره سیمه کې چې عملیات کېږي په هر اړخیزه توګه ارزول کېږي او بیا عملیات کېږي، تر هغې چې ډاډ من نه شو، او که د یو فیصد ملکي تلفاتو احتمال په کې وي، بیا هم عملیات نه کوو."

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ازادي رادیو ته ویلي، دغه ډله د ملکي تلفاتو مخنیوي ته ژمنه ده او ددوی لخوا یو صلاحیت لرونکي کمېسیون جوړ شوی چې د ملکي تلفاتو موارد وارزوي.

ښاغلی مجاهد ادعا کوي چې، د ملکي تلفاتو اصلي لامل افغان او بهرني ځواکونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیوګوترش، په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتونکی شوی او ویلي یې دي چې ټولې هڅې باید د کرونا ویروس پرضد مبارزې ته متمرکزې شي.

XS
SM
MD
LG