په متحده عربي اماراتو کې افغان سفارت وايي چې هلته دوه افغانان په کرونا ویروس اخته دي او اوس یې درملنه روانه ده.
د افغانستان د سفارت کلتوري اتشې او مطبوعاتي مسئول صدیق امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې په کرونا د اخته خلکو درملنه هلته وړیا ده او تر څنګ یې سفارت هم مېشتو ته له بېلابېلو لارو عامه پوهاوی ورکوي څو ځانونه له کرونا ویروس وساتي.
د کرونا ویروس پر مهال په متحده عربي اماراتو کې د افغانانو په ستونزو او هغوی ته د ترسره شویو کارونو په اړه له ښاغلي امرخېل سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: