د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

یو شمېر افغان محصلین: شخصي پوهنتونونه دې فیسونه کم کړي


د بلخ پوهنتون کې یو شمېر زده‌کوونکي
د بلخ پوهنتون کې یو شمېر زده‌کوونکي

د شخصي پوهنتونونو یو شمېر محصلین د میاشتنیو فیسونو د کمښت غوښتنه کوي.

د اقتصادي ستونزو ترڅنګ بې‌کارۍ د شخصي پوهنتونونو هغه محصلین اندېښمن کړي چې انلاین درسونه‌يې پیل شوي او اړ دي چې میاشتني فیسونه ورکړي.

د دغه پوهنتونونو یو شمېر محصلینو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل په داسې حال کې چې په هېواد کې حالت بحراني دي او دوی هم په کورونو کې قرنطین دي، نو غوښتنه‌يې دا ده چې باید په میاشتنیو فیسونو کې يې ۵۰ سلنه کموالی راشي.

ذبیح چې په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون محصل دی وايي اړ دی چې د هر سمستر په لومړیو کې ۶۰ زره افغانۍ ورکړي، خو اوس چې بې‌کاره دی توان‌يې نه‌لري.

هغه زیاته کړه: "وضعیت داسې دی چې موږ ټول په کورونو کې بند یو، کاروبار نه‌شته باید د پوهنتون میاشتني فیسونه نیم شي ځکه موږ د انلاین درسونو نه هم ښه ګټه نه‌شو اخیستلی."

دی وايي تر دې دمه‌يې د ۱۵۰۰ افغانیو انترنټ مصرف کړی، خو بیا هم نه‌دی توانېدلی چې له انلاین درسونو سمه ګټه واخلي.

د ښاغلي ذبیح ترڅنګ نور محصلین هم شته چې ورته ستونزه لري.

مریم وايي د ده په ګډون د کورنۍ پنځه غړي يې په خصوصي پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي، خو دا وايي اوس چې ټول بې‌کاره دي نه‌شي کولای د پوهنتون فیسونه ورکړي ان تر دې دمه د انلاین درس ویلو لپاره د انټرنټ د فعالېدو پیسې لا نه‌لري.

هغې زیاته کړه: "د پوهنتون فیسونه او د انټرنټ بیې دې کمې شي ځکه یوازې زه نه‌یم، زموږ په کورنۍ کې زما په ګډون پنځه تنه یو چې په خصوصي پوهنتونونو کې درسونه وایو، خو اوس په اقتصادي لحاظ له زیاتو ستونزو سره مخ یو."

مریم وايي که د شخصي پوهنتونونو مسؤلین او دغه‌شان د لوړو زده‌کړو وزارت دې برخې ته پاملرنه ونه‌کړي، نو زیات شمېر محصلین به خپل درسونه پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په زیاتېدو سره زیات شمېر خصوصي پوهنتونونو خپل درسونه په انلاین ډول بیل کړي دي.

په همدې حال کې په کابل کې د غالب په نوم د یو خصوصي پوهنتون سرپرست عبدالرحمن حمید ازادي راډيو ته وویل د دوی مالي کمېټه هڅه کوي چې په بحراني حالتونو کې د پوهنتون فیسونه کم کړي، خو دی وايي چې دا چاره هم یو څه وخت ته اړتیا لري.

  • خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا د محصلینو په میاشتنیو فیسونو کې به کمښت راشي؟

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حنیف فرزان ازادي راډيو ته وویل: "د لوړو زده‌کړو وزارت د شخصي پوهنتونونو سره د محصلینو د میاشتنیو فیسونو د کمښت په اړه بېلابېلې ناستې درلودې او په دې ناستو کې له ټولو خصوصي پوهنتونونو نه غوښتنه شوې چې باید د قرنطین په ورځو کې او شرایطو ته په پام سره د محصلینو په میاشتنیو فیسونو کې کموالی راولي."

دی وايي د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو هم ژمنه کړې چې په‌دې برخه کې به مرسته وکړي.

د ښاغلي فرزان د معلوماتو په اساس، اوس‌مهال د دولتي پوهنتونونو په ګډون ۱۷۰ خصوصي پوهنتونونه د ځانګړي انلاین سیستم له لارې تر یو مدیریت لاندې خپل درسونه پر مخ وړي.

XS
SM
MD
LG