د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

د کابل - میدان وردګو پر لاره ځینو سرتېرو د لسو میاشتو معاش نه دی اخیستی


آرشیف
آرشیف

د کابل – میدان وردګ ولایت پر لاره، د ارغندي د دروازې یو شمېر سرتېري وايي، له لسو میاشتو راهیسې یې تنخوا نه ده اخیستې.

له کورونو او کورنیو لیرې د پولیسو په لیکو کې دندنې ترسره کوي خو وايي، له لسو میاشتو راهیسې ېې تنخواګانې نه دي اخیستي.

دغه سرتېري چې، د کورنیو چارووزارت د دروازو د کنډک په تشکیل کې، د کابل - میدان وردګو ولایت پر لاره دندې ترسره کوي وايي، ډېر ځله یې د پولیسو مسئولنیو ته مراجعه کړې خو د حقونو د ورکړې لپاره یې، هېڅ اقدام نه دی شوی .

یوه سرتېري ازادي راډیو ته وویل: "د دروازو په کنډک کې یم، زړه مو له ژونده توردی، کورنۍ مو پوښتي چې اوس څرنګه ژوند کوئ، چیرې یاست او څه خورئ."

بل سرتيري وویل: "د کابل اوسیدونکی یم، لس میاشتې کېږي چې د دروازو د کنډک اړوند د ارغندې په دروازه کې یم، لس میاشتې کېږي چې تنخوا مې نه حواله کېږي، نه پوهېږم ستونزه چیرې ده، حیران یو چې له چا سره اړیکه ونیسو."

دوی وايي، سره له دې چې بیا بیا يې د شکایتونو د ثبتولو له شمېرو سره اړیکې نیولې، خو ستونزو ته يې پام نه دی شوی.

آرشیف
آرشیف

د "دروازو د کنډک" یو مسئول دغه ستونزه مني وايي، ډېری سرتېري له لیرې ولایتونو راغلي او له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: " دغو سرتېرو چې کومې خبرې وکړې حقیقت لري، ستونزې او جنجالونه یې ډېر دي، ځینې یې د لیرې ولایتونو دي، کورنۍ ورسره اړیکې نیسي ورته وايي چې، ژوندي یئ که مړه، تنخوا لرئ که نه.؟ "

د کابل د پولیسو مسئولین وايي، څرنګه چې د دروازو کنډک یو نوی تشکیل دی، د یو شمېر سرتېرو تنخواګانې له څومیاشتو راهیسې پاتې دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادي رادیو ته وویل، د دغو سرتېرو تنخواګانې به ډېر ژر ورکړل شي.

فردوس فرامرز
فردوس فرامرز

هغه زیاته کړه: "بیاهم تاکید کوم چې د ډېرو سرتېرو تنخواګانې ورکړل شوي، ممکن سیستم ته د ځینو سرتېرو د نه داخلېدو له امله د ځینو تنخواګانې اجرا شوي نه وي، دا یو سیستم دی، تخنیکي بحثونه لري، خو ډېر ژر به حل شي."

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یو شمېر سرتېري د تنخواګانې له نه ور رسېدو شکایت کوي، بلکې پخوا تردې هم د بېلابېلو امنیتي ادارو ځینو سرتېرو، دوی ته د څو میاشتو تنخواګانو له نه ورکول کېدو شکایتونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG