د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

د امتیازي معاشونو کموالي د پکتیا پولیس خواشیني کړي


په پکتيا کې د پوليسو معاشونه د کورنيو چارو وزارت له لوري په دې خاطر کم شوي چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوی، خو د پکتيا استازي او پوليس بیا د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام خواشیني کړي دي.

د دغه ولایت پوليس ګيله کوي او وايي چې کورنيو چارو وزارت د دوی په حق کې داسې يوه پرېکړه کړې چې د دوی مورال يې ضعيف کړی او د دوی په ليکو کې به د بې‎باورۍ او د جګړې د زياتېدو لامل شي.

​تېره اوونۍ د کورنيو چارو وزارت پکتيا ته په لېږلي يوه مکتوب کې ليکلي وو چې د دغه ولايت د امنيتي وضعيت د ښه کېدو پر اساس دې، د پوليسو په ليکو کې هغه امتيازي معاشونه وګرځول شي چې د نا امنۍ له امله پوليسو ته ورکول کېږي.

د پکتيا د امنيتي چارواکو په قول، د پوليسو په معاشونو کې ۱۵۰۰ افغانۍ کموالی راغلی او دا هغه امتيازي کموالی دی چې د پوليسو لپاره په هغو ولايتونو کې چې جګړه روانه په‎کې ده، ورکول کېږي او د کمېدو لامل يې دا ګڼل کېږي چې د پکتيا امنيتي وضعيت ښه شوی، خو د ولايتي شورا وکيلان د امنيت ښه والی نه مني.

د پکتيا د ولايتي شورا رئيس عالمير بهرامزوی
د پکتيا د ولايتي شورا رئيس عالمير بهرامزوی

د پکتيا د ولايتي شورا رئيس عالمير بهرامزوی یې په اړه وایي:

"موږ د وزارت له دې پرېکړې سره کاملاً مخالفت لرو، تاسې وګورئ چې په مرکز او ولسواليو کې زموږ پوليس په جګړه بوخت دي او د ښار په نېږدې ساحو کې، شپه او ورځ امنيتي ځواکونه په جنګ لګيا دي او دا چې وزارت دوی پکتيا له لوړ تهديد څخه متوسط تهديد ته راوستې ده، موږ په زغرده وايوو چې دا معلومات ناقص دي."

نوموړی وايي، که دغه پرېکړه پلې شي، ښيي د پوليسو ليکو ته مايوسي ورګډه شي او د دوی د فرار لامل شي او اداره له ستونزو سره مخ کړي، دا چې دا مهال د پوليسو نظر څه دی، په پکتيا کې یوه پوليس ازادي راډیو ته وویل:

"دوی وايي چې پکتيا په امن ولايتونو کې راغلی، کوم دی امن؟ د هر پوليس نه ۱۵۰۰ افغانۍ معاش کم شوی، کوم دی امن؟ پولیس ډېر خپه دي، د دې پرځای چې معاش یې زيات شي، کم شوی دی."

يو بل پوليس یې په اړه بیا داسې وایي:

"دا غږ چې کله اورېدل شوی، د پوليسو مورال ضعيف شوی، موږ هر ساعت په محاربه کې يوو او دوی وايي چې په پکتيا کې امنيتي وضعيت ښه شوی، کومه دی؟ که سل روپۍ له د يوه سرباز په معاش کې کمې شي، دا د دې معنی لري چې په زور پوليس له وظيفو شړي او له حکومته يې باسي، موږ بايد ستايل شوي وای، په ځای يې زموږ معاش کمېږي."

د پوليسو دغه امتيازي معاش ګرځول د پکتيا ولايتي شورا وکيلان بد خبر ګڼي او له خپلو لیکو د پوليسو د فرار لوی لامل يې ګڼي.

د پکتیا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي:

"د وزارت داخله عاجلانه ځينې پرېکړې، لکه همدا پرېکړه او ځينې نورې پرېکړې، ټولې د پوليسو د فرار او نا امنيو سبب شوي او دا خبرې مشکل زياتوي، کمولای يې نه‎شي.

دی وايي، په پکتيا کې امنيتي تهديدونه لوړ دي، خو د وزارت دغه پرېکړه بې‎وخته او د پوليسو د مورال کمزوري کوونکې ده او په خبره يې چې وزارت بايد بېرته خپله پرېکړه وګرځوي.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی ګل باد شاه مجیدي هم دا لويه ستونزه ګڼي او وايي چې پوليس يې تر نورو زياته قرباني ورکوي او بايد وستايل شي.

ښاغلي مجیدي وویل:

"زموږ پوليس په پکتيا کې ډېره قرباني ورکوي او مخامخ په جګړه کې اخته دي او زموږ غوښتنه همدا ده چې معاشونه يې زيات شي او د کمولو لپاره به يې هېچاته اجازه ور نه‎کړو، خو معاشات بايد زيات شي او دا د پوليسو او جنګ پر روحيې منفي اغېز لري."

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني وايي، په دې ولايت کې تهديدات که څه هم کم شوي، دا بايد د دې باعث نه شي چې د پوليسو په معاش کې کموالی راولي او د دوی زړورتيا تر پوښتنې لاندې راشي.

ښاغلي عبدیاني زیاته کړه:

"په دې کال کې د تهديداتو سطحه له تېر کال څخه ډېره کمه شوې، دا په دې مفهوم ده چې زموږ ځواکونو ډېره مېړانه وکړه او د خلکو امنيت يې وساته او خپله وينه يې قرباني کړه او له بل‎خوا خبر راغی چې اوس د پکتيا وضعيت ښه شوی او بايد د پوليسو امتياز کم شي چې دا کار به د امنيتي ځواکونو او سرتېرو په مورال لږ څه منفي تاثير ولري او زه له خپلو مشرانو هيله کوم چې په دې برخه کې لږ پام وکړي."

د ده په خبره، وزارت سره به په ليکلي ډول د خپلو پوليسو د امتياز لوړېدو لپاره غوښتنه وکړي او دوی به خپل مورال قوي وساتي او دا به د دې باعث نه‎شي چې د پوليسو په ليکو کې بې نظمي راشي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG