د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د امنیتي ځواکونو په تړاو د حکمتیار څرګندونو ته د ولسمشر غني غبرګون


اشرف غني وايي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې راټول شوي ځوانان په خپله خوښه او له هر ډول اجبار پرته د خپل هېواد دفاع کوي.
اشرف غني وايي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې راټول شوي ځوانان په خپله خوښه او له هر ډول اجبار پرته د خپل هېواد دفاع کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دولتي سرتېري په رضاکارانه ډول او له کوم جبر پرته د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لېکو سره یو ځای شوي دي.

ښاغلي غني دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان یوه خصوصي ټلویزون (طلوع نیوز) سره په یوه مرکه کې وویل چې افغان ځوانان د فقر او بې وزلۍ له کبله د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکو سره یوځای شوي دي.

ولسمشر غني نن (دوشنبه، وږي ۲۵مه) په یوه انتخاباتي غونډه کې وویل، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې راټول شوي ځوانان په خپله خوښه او له هر ډول اجبار پرته د خپل هېواد دفاع کوي.

ښاغلي غني وویل: "هر څوک چې د هېواد په دفاعي او امنیتي سرتېرو ویاړ نه کوي، دا خاوره یې درک کړې نه ده. ددې خاورې قربانۍ نه درک کوي او زموږ د شهیدانو عزت او درناوی یې نه دی درک کړی."

حکمتیار وویل چې د افغانستان ځوانان د فقر او بې وزلۍ له کبله د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکو سره یوځای شوي دي.
حکمتیار وویل چې د افغانستان ځوانان د فقر او بې وزلۍ له کبله د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکو سره یوځای شوي دي.

د نظامي چارو شنونکي وايي که څه هم په افغانستان کې بې وزلي یوه ننګونه ده، خو امنیتي او دفاعي لیکو ته ځوانان ترډېره د یوې انګېزې او ملي روحیې له مخې یوځای شوي.

سیاسي کارپوه میرزا محمد یارمند ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت د نورو حکومتونو په څیر خپلو امنیتي ځواکونو ته حقوق او امتیازات ورکوي.

ښاغلي یارمند زیاته کړه: "حکومت مکلف دي چې د امنیتي ځواکونو معاش ورکړي، موږ نشو ویلی چې دوی اجیر دي او یا هم انګیزه نه لري، که فرض وکړو چې دوی انګیزه نه لري، نو بیا ولې جګړه کوي؟ نو په دې اساس زه موافق نه یم چې زموږ اردو دې اجیر وي."

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د میزان په ۶ مه په ټول افغانستان کې ترسره شي او خلک په دې ورځ په ۴۹۴۲ مرکزونو کې د راي اچونې صندوقونو ته ورشي.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو په اړه د گلبدین حکمتیارڅرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو پراخ عکس العملونه راپورته کړل.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي دوه ورځې مخکې وویل، ښاغلی حکمتیار باید د خپلو څرګندونو له کبله له امنیتي ځواکونو څخه بښنه وغواړي.

ښاغلی حکمتیار داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پخپله د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندید دی او په پام کې ده د راتلونکې میزان میاشتې په ۶ مه ټاکنې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG