د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

هغه وژنه چې د افغانانو زړونه‌یې وبرېښول


د فرخندې یو عکس- ارشیف
د فرخندې یو عکس- ارشیف

پنځه کاله مخکې، د مارچ د میاشتې په ۱۹مه نېټه د کابل ښار په زړه کې د شاه دو شمشېره زیارت او جومات ترمنځ، ۲۷ کلنه فرخنده ملک‌زاده د قهرجنو سړیو یوې ډلې ووهله او د هغې نیم‌ځانه بدن ته‌یې اور ورواچاوه.

شااوخوا ته ولاړو خلکو یې سیل کاوه.

فرخنده ملک‌زاده د کابل ښار اوسېدونکې وه او دیني زده‌کړې یې کولې.

په شاه دوشمشېره زیارت کې یوه تعویذ لیکونکي پرې تور ولګاوه چې قرانکریم‌یې سوځولی، خو وروسته ثابته شوه چې دا تور ناحقه و.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې دا پېښه په افغانستان کې د هغو ښځو د راتلونکې په اړه چې د ډېرو بنیادي حقونو لپاره مبارزه کوي، څه وايي؟

دې پېښې څه پیغام درلود؟

د زیارت او جومات مخته، د فرخندې په بې‌ساري ډول له تاوتریخوالي ډک قتل د ټول ولس زړه ولړزاوه.

داسې هېڅکله نه‌و شوي چې عادي خلک پر یوه ښځه د جومات مخې ته حمله وکړي، تر مرګه‌یې ووهي او بیا یې نیم‌ځانه بدن ته په داسې حال کې چې هغه د مرستې نارې وهي، اور ورواچوي.

د کابل دریاب هغه وخت د ډېرو کلونو د وچکالۍ له امله د کثافاتو امبار و.

د کابل دریاب څنډې ته فرخنده د کثافاتو په څېر وسوځول شوه.

نادیه خان چې هغه وخت‌یې په کابل کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي مرستې له ادارې سره کار کاوه، ازادي راډیو ته وویل: "د ماښام خوا وه، خبر یې په ټلوېزیون کې خپور شو، قسم خورم چې ډېر وخت مې ټول بدن مړ و."

نادیه خان زیاته کړه: "تر ټولو زیات وحشت په دې کې و چې هغه عادي نارینه و ووژله او ویې‌سوځوله، په ډېر سخت وحشت‌یې ووژله."

نادیه خان دغه‌راز وویل: "تر ډېره وخته له نارینه‌و ډارېدم، په خدای چې کله به په دفتر کې یا پر لار د نارینه ترڅنګ تېرېدم، وېښتان به مې ځیږه شول، ډېر وخت مې خپل مېړه ته لا نه‌شوی کتلای."

نادیه وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته کډواله شوه او اوس په کالیفورنیا کې اوسېږي.

هغو کسانو چې پر فرخندې یې حمله وکړه، وسلې نه‌درلودې.

نادیه خان وايي: "داسې فکر وکړه چې عادي خلک معلومېدل، لکه د کوڅې دکاندار، یو متعلم، یو دولتي مأمور؟ څه پوهېږم، هغوی څوک وو؟"

نادیې له ازادي راډیو سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې د فرخندې د قتل وحشت هغه قهر څرګند کړ چې د ښځو په وړاندې موجود دی.

د هغې په باور، داسې قهر یې څرګند کړ چې د ډېرو کلونو په نارینه سالاره ټولنه کې پوخ شوی او هغه تعصب‌یې رابرسېره کړ چې د ښځو پر وړاندې له ډېرې زمانې موجود دی.

د نوموړې په خبره: "زموږ په ټولنه کې تل ویل شوي چې ښځې تر نارینه‌وو کمې دي."

هغه وايي: "زموږ پر ټولنه داسې تته فضا خپره ده چې باور او ښځې ته د اهمیت ورکولو یا هغوی ته د درناوي کولو له کموالي یا نشتوالي جوړه شوې او ښايي د دې فضا پاکېدل کلونه کلونه وخت ونیسي."

نادینه خان همدارنګه زیاته کړه: "زموږ په ټولنه کې ښځه کمزورې ده، هلته ښځې ته ټيټ کتل شوي دي."

په همدې حال کې، د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ د ښځو د برخې سرپرستې مشرې هېدر بار یوې بلې اساسي ستونزې ته اشاره وکړه او ویې‌ویل چې په وروستیو دوو لسیزو کې د پرمختګونو سره، د افغانستان حکومتونو د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره ډېر کم کار کړی دی.

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې سرپرسته هېدر بار
د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې سرپرسته هېدر بار

بار ازادي راډیو ته وویل: "د ښځو د حقونو دښمنان په افغانستان کې قدرت لري او حکومتونو د هغوی حقونو ته ډېر کم لومړیتوب ورکړی دی."

خو هېدر بار مني چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پای ته رسېدو په وروسته کلونو کې په عمومي ډول، افغانو ښځو پرمختګ کړی دی.

په افغانستان کې اوس میلیونونه نجونې او ښځې ښوونځيو، پوهنتونونو او کارونو ته د تګ حق لري.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې رویا رحماني په واشنګټن کې د افغانستان سفیره وټاکل شوه.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحماني
په واشنګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحماني

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب یوه مېرمن، عادله راز کوي او په ډېرو اروپایي هېوادونو او نورو نړیوالو سازمانونو کې ښځو د افغانستان په استازیتوب په لوړو څوکیو کارونه کړي دي.

عادله راز
عادله راز

خو له دې سره هم، د هېدر بار په باور د فرخندې قتل د افغانستان د ښځو د ټولنیز او حقوقي وضعیت د کمزورتیا یو خواشینوونکی سمبول دی.

هغې ازادي راډی وته وویل چې که چېرې د ښځو غږ وانه‌ورېدل شي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به شوي پرمختګ ته کلک زیان ورسوي.

هېدر بار وویل: "یو اساسي ګام چې د افغانستان حکومت‌یې باید سملاسي په پام کې ونیسي دا دی چې ښځې باید د سولې د پروسې برخه وي، هغوی ته باید ۵۰-۵۰ برخه ورکړل شي."

XS
SM
MD
LG