د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

په افغانستان کې د "ای سي سي" له لوري د جنګي جرمونو څېړل له هرکلي سره مخ شوي


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د جنګي جرمونو قربانیان د هاګ نړېوالې محکمې د وروستي پرېکړې د هرکلي ترڅنګ د دوي پر وړاندې د ترسره شویو جنګي جنایتونو د جدي څېړنو غوښتنه وکړه.

له هغې وروسته چې د جرمونو نړېوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړلو پرېکړه وکړه، اوس په افغانستان کې یو شمېر قربانیان چې د جنګي جرمونو له امله یې قرباني وکړې ددغې پریکړې هرکلي کوي.

د 2016 کال د اپریل میاشت، په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون د امریکایانو له لوري هوايي برید چې په ترڅ کې یې 22 کسان ووژل شول، هغه وخت کې دغه برید یو جنګي جنایت وبلل شو.

د کندز ښار یوه څنډه
د کندز ښار یوه څنډه

په همدغه روغتون کې دیو وژل شوي ډاکټر ورور حمدالله سالارزي د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له رامنځته شوي پېښې څلور کاله تېر شول خو اوس هم دا معلومات نشته چې په دې روغتون ولې برید وشو.

ښاغلي سلارزي وايي: "کله چې امریکایانو په کندز کې په روغتون برید وکړ او زما د ورور په ګډون یې ډېر کسان په کې ووژل شاخوا څلور کاله کېږي چې هېڅ هم د دې پېښې اړه نه دي شوي ان موږ ته هم معلومات نشته چې ولې امریکایانو دغه رغتون بمبار کړ، اوس غوښتنه کوو چې د امریکایانو دغه جنګي جرمونه وڅېړل شي."

حمدالله وايي، نړېواله محکمې دې دغه پېښه ژر تر ژره وڅېړي.

همداراز تیر 2019 کال د سېپټېمبر 5 مه په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت 02 قطعې په یو کور کې د چاپې پر مهال څلور ورونه ووژل، هغه مهال دغه پېښې د جدي غبرګنونو سره مخ شوه ان تر دې چې افغان ولسمشر د ملي امنیت رئيس معصوم ستانکزی هم له دندې لرې کړ.

په داسې حال کې چې د دې پېښې څخه شاوخوا 8 میاشتې په تېرېدو دي، د دې څلورو ورونو ماما محمد ابراهیم د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، لاهم نه ده معلومه چې حکومت ولې دغه ځوانان ووژل.

هغه وویل: "حکومت موږ ته وايي چې پنځه کسان مو نیولي او له موږ سره بندیان دي خو موږ تر اوسه په خپلو سترګو نه دي لیدلي او له حکومت څخه غوښتنه ده چې دغه مجرمین ونیسي او موږ ته ووايي چې ولې دغه کسان ووژل."

دواړه کورنۍ د حکومت څخه د دې پېښو د جدي څیړنو غوښتنه کوي، هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغان حکومت نظر راواخلو خو هغو د خبرو د نه کولو ترڅنګ وویل چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې اړه خبري کوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا د هاګ نړېوالې محکمې د وروستي پرېکړې هرکلي وکړ.

د دې کمېسیون ویاند شکرالله مشکور د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ددې څیړنو لپاره باید زمینه برابره شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور

هغه وايي: "د هاک نړېوالې محکمې چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د څېړنې پرېکړه کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یې هرکلي کوي او له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي."

طالبانو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه خبرې مخکې له وخته وبللې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اوس‌مهال، ۱۳ زره امریکايي عسکر مېشت دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو پر مهال څه باندې ۳۲ زره ملکي وکړي وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان تیره ورځ، په یوه اعلامیه کې وویل چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د نننۍ پرېکړې هرکلی کړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون پنجشنبې په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې د خبرو پرمهال دغه محکمه یو غیر مسوول سیاسي بنسټ وباله او وویل چې په افغانستان کې به د جنګي جنایتونو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې د څېړنو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG