د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

عظیمي: که د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړې عملي شوې وای نو بحران نه رامنځته کېده


د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مرستیال دین محمد عظیمي
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مرستیال دین محمد عظیمي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مرستیال وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ناقص ډول د شکایتونو کمېسیون د پرېکړو په پلي کولو د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړې.

د ولسمشرۍ د ټاکنو د ورستیو پایلو د اعلان د غبرګونونو په دوام د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مرستیال دین محمد عظیمي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په څو برخو کې د شکایتونو کمیسیون پرېکړې نه دي عملي کړي.

د ښاغلي عظیمي په خبره، د شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ د ۲۰۸ محلونو د رایو ژر ځواب ویونکي رمز( کیوار کوډ ) باید د دستګاه په وسیله ویل شوی وای خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه کار نه دی کړی.

د شکایتونو کمېسیون مرستیال وايي، د دوی د کمېسیون پرېکړه د هغو 525 محلونو د رایو په اړه چې د ریزل شیټ او د بایومټریک دستګاو معلوماتو تر منځ یې تفاوت له شپږو پورته دی، هم نه دی تطبیق شوی.

هغه زیاتوي: "102 زره او 137 رای چې ځانګړي تفتیش ته تللې وې، د دې تفتیش هدف پهطرز العمل کې د اتمې صفحې د رايو د بیا شمېرنې او باطلولو څخه وه، بله خبره دا چې زموږ فیصلې نه دې تطبیق شوي، رامنځته شوی بحران هم په دې دلیل دی چې زموږ فیصلې نه دې تطبیق شوي، که تطبیق شوي وای اوس به ټولو خواوو قناعت کړی وای."

هڅه مو وکړه په دې اړه د شکایتونو کمېسیون د نورو غړو نظرونه هم واخلو خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نشو.

خو د شکایتونو کمېسیون د یو شمېر مدني ټولنو له استازو سره د دوشنبې د ورځې د ناستې په اړه اعلامیه کې هم بدلون راوستی او او په بدله شوې بڼه کې یې د شکایتونو کمېسیون د مرستیال لیدلوری چې د دې کمېسیون د پرېکړو د نه تطبیق په اړه یې درلوده لرې کړی دی .

لومړی ایډیټ
لومړی ایډیټ

د دوشنبې په ورځ د شکایتونو کمېسیون په یوه اعلامیه کې د ښاغلي عظیمي په حواله راغلی و چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شکایتونو کمېسیون فیصلې د طرزالعملونو له مخې نه دي تطبیق کړي.

په دې اعلامیه کې راغلي و چې که د رایو د بیا شمېرنې تفتیش پروسه په سمه توګه ترسره شوې وای 60 څخه تر 80 زره رای باطل کېدې چې د ټاکنو برخلیک یې بدلوه.

د دې اعلامیې په یو برخه کې د شکایتونو کمېسیون د دارالانشا رئيس چمن شاه اعتمادي له قوله ویل شوي و چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې د شکایتونو کمېسیون سره په نا همغږۍ کې اعلان شوي.

خو دغه اعلامیه کې نن سه شنبه بدلونونه راغلي او دغه څرګندونې ترې لرې شوي دي.

دویم ایډیټ
دویم ایډیټ

په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ویاند میرزا محمد حقپرست د سې شنبې په روځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د شکایتونو کمېسیون د مرستیال خبرې د ده شخصي نظر دی.

هغه زیاته کړه: "دا د یو شخص نظر دی، د شکایتونو کمېسیون نظر نه دی، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شکایتونو کمېسیون اوه فیصلې د دوی د ناظرینو پر وړاندې تطبیق کړي، بله خبره دا ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ماموریت اوس پای ته رسېدلی دی. "

له دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو غړي مولانا عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ورستي پریکړې په اړه په وروستي پرېکړه لیک کې امضا نه وه کړې.

XS
SM
MD
LG