د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ځانګړي تفتیش پروسه پای ته ورسوله


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ او د دغه کمېسیون یو شمېر غړ
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ او د دغه کمېسیون یو شمېر غړ

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ځانګړي تفتیش پروسه نن پای ته ورسېده او مسؤلین وايي چې تر راتلونکو درې یا هم څلور ورځو پورې به وروستۍ پایله اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون غړي محمد حنیف دانشیار د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۸» رسنیو ته وویل په تفتیش شوي رایو کې ۹۵ سلنه‌یې ریزلت شیټ او نورو برخو کې ستونزې نه‌درلودې.

ښاغلی دانشیار ټینګار کوي چې تقلبي پایله هېڅوک نه‌مني او دوی د قانون له مخې کار کړی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر محمد حنیف دانشیار
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر محمد حنیف دانشیار

ښاغلی دانشیار زیاتوي: "تاسې ته ډاډ درکوم چې تر راتلونکو درې یا هم څلورو ورځو پورې به وروستۍ پایله اعلان کړو، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چې د ۱۰۲ زره او ۱۳۷ زره رایو په اړه کومې رایې تفتیش ته لېږلې وې، ۹۵ سلنه‌یې ریزلت شیټ او نورو برخو کې ستونزې نه‌درلودې."

نوموړي وویل چې دغه پرېکړې به لومړۍ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته واستول شي او وروسته به د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د ۱۳۷۶۳۰ شکمنو رایو څخه ۱۰ سلنه او د ۱۰۲۰۱۲ له وخته مخکې کارول شویو رایو ۱۵ سلنه په ځانګړي ډول تفتیش شوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې دغه اعلان کوي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیز ټیم د ځانګړي تفتیش بهیر د تحریم ګواښ کړی دی.

ولسمشرۍ ته کاندید عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا له غونډې وړاندې رسنیو ته وویل چې یوازې د ټاکنو مشروع پایلې به ورته د منلو وي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس او د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس او د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "ثبات او هم‌پالنې ټيم خپله پرېکړه کړې ده، موږ یوازې د ټاکنو مشروع پایلې منو او هغه پایلې چې د شفافیت په اساس نه‌وي، موږ ته د منلو نه‌دي، په دې برخه کې د ټيم مشرانو پرېکړه کړې او زما پرېکړه هم همدا ده."

د فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید بیا د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د "ثبات او هم‌پالنې" ټيم دریځ د اندېښنې وړ دی او هیله‌مند یو چې د شکایتونو کمېسیون د دوی اعتراض ته رسېدنه وکړي.

د فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید
د فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید

دغه‌راز د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ تیفا ویاند محمد زبیر حبیب‌زاده هم وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د قانون خلاف دغه تفتیش پای ته رسولی او دا به ستونزې لازیاتې کړې.

د ټیفا ویاند زبیر حبیب‌زاده
د ټیفا ویاند زبیر حبیب‌زاده

خو له دغو ټولو سره سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې ډېر ژر به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۶مه نېټه ترسره شول، خو تر اوسه‌یې یوازې لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي.

XS
SM
MD
LG