د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین خوشې کړ


منظور پښتین په لاهور کې د یوې غونډې پرمهال. ارشیف
منظور پښتین په لاهور کې د یوې غونډې پرمهال. ارشیف

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين نن له دېره اسماعيل خان زندانه ازاد شو.

د پشتین وکیل سعید اختر نن ازادي راډيو ته وويل چې محکمې په اتو قضیو کې د منظور پشتین ضمانتونه ومنل او د هغه د ازادېدو امر يې وکړ.

له دې وړاندې هم د دېره اسماعيل خان، ټانک او پهاړي پور محکمو پر منظور پشتين لګولي پنځه واړه تورونه بې‌بنسټه بللي و او د فبرورۍ پر ۱۵مه‌يې د هغه د خوشې کولو امر کړی و.

د پېښور پولیسو د جنورۍ پر ۲۷مه سهار مهال پشتین ونیوه او ویلي یې و چې دا کار یې د دېره اسماعیل خان د پولیسو پر غوښتنه کړی.

محکمې هغه وخت منظور پشتين د ۱۴ ورځو لپاره زندان ته لېږلی و.

د پي ټي اېم یا د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پشتين د جنورۍ په ۱۸مه دېره اسماعيل خان کې د پولیسو په مرکز کې قضیه ثبت شوې وه چې پشتین وزیرستان کې د نایټ په نوم یوې غونډې ته ویلي و هغه د پاکستان د ۱۹۷۳ میلادي کال قانون نه‌مني ځکه د هغه په خبره دا قانون د بشر حقونو پر ضد دی.

خو پشتین دغه تورونه رد کړي دي.

پوليسو پر منظور پشتين د امنیت ګډوډولو، کرکې خپرولو، له قانون څخه د سرغړونو، د پاکستاني حکومت پر ضد تورونه ثبت کړي وو.

XS
SM
MD
LG