د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

پاکستان کې د منظور پشتین نیونه او په وړاندې یې غبرګونونه


منظور پشتین د جنورۍ پر ۲۷مه نیول شوی
منظور پشتین د جنورۍ پر ۲۷مه نیول شوی

د پېښور یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د جنورۍ پر ۲۷مه د پلټنو په هدف د ۱۴ ورځو لپاره پولیسو ته وسپاره او د ده نور نیولي ملګري یې خوشې کړل.

د پېښور پولیسو دوی د جنورۍ پر ۲۷مه د شپې مهال نیولي ول او وايي، پر منظور یې د امن د نقضولو په ګډون یو شمېر تورونه لګولي دي.

د پېښور تاکال توقیف خونې يوه چارواکي نبي ګل ازادي راډیو ته وويل، په ډېره اسماعيل خان کې د "پي ټي اېم" د مشر ضد قضیه درج وه، نو د هغوی په غوښتنه يې نيولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د قامي اسامبلۍ غړي محسن داوړ ازادي راډیو ته ویلي چې د پېښور او ډېره اسماعیل خان پولیسو منظور پشتین په شاهین ټاون کې له یوه کوره نیولی دی.

د ده په خبره، پولیسو ورته لا څه نه دي ویلي او ټول معلومات یې له رسنیو اخیستي.

د منظور پښتین خلاف کښلی د پولیسو اېف ای ار
د منظور پښتین خلاف کښلی د پولیسو اېف ای ار

داوړ وايي، د رسنیو له راپورونو سره سم، د پېښور پولیسو په راپور کې پر پشتین تور پورې شوی چې څه موده مخکې یې په ډېره اسماعیل خان کې د "وزیرستان شپې" په نوم یوې غونډې ته وینا کړې وه.

دی وايي، د همدې وینا په غبرګون د ډېره اسماعیل خان پولیسو د پېښور له پولیسو د هغه د ګرفتارۍ غوښتنه کړې.

د محسن داوړ په وینا، د غورځنګ د دوو نورو مخکښانو سید عالم مسید او فضل خان اېډووکېټ د نیولو اطلاع هم ورغلې، خو تصدیق یې نه شي کولای.

د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچینې وايي، دواړه مشران ټانک ته یوې غونډې ته پر لار ول چې له پیزو درې سره نېږدې "په ساده جامو" کې ځینو خلکو ونیول.

پولیسو لا د مسید او فضل خان د ګرفتارۍ په اړه څه نه دي ویلي.

پولیسو له پشتین سره یوځای د هغه ځیني ملګري هم نیولي ول چې پکې ادریس پشتین هم شامل وو.

ادریس پشتین ازادي راډیو ته ویلي، پولیسو تر نیولو وروسته ورباندې تشدد وکړ او په توقیف ځای کې یې د ده په وینا په ککړ ځای کې ساتلي ول.

خو منظور پشتین خپل وکیل او ملګرو ته ویلي چې روغ رمټ دی او پولیسو ورته څه نه دي ویلي.

پولیسو د ادریس پشتین د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

محکمې ته د منظور پشتین د وړاندې کولو وېډیو

منظور پښتین په ۱۴ ورځني رېمانډ پولیسو ته وسپارل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

د منظور پشتین پر نیونه غبرګونونه

په عین وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان پر حکومت غږ کړی دی چې "سمدستي او بې له شرطه" دې پشتین "خوشې" کړي.

پر ټویټر د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې په بیان کې ویلي چې منظور پشتین د "بیان د ازادۍ" او د "سوله ییزو غونډو" کولو "بشري حقونو په کارولو بې له جوازه" نیول شوی دی.

افغان ولسمشر اشرف غني پر ټویټر لیکلي چې د منظور پشتین ګرفتارۍ "خپه" کړی دی او د "سمدستي خوشې کېدو هیله" یې لري.

غني ویلي چې د پشتین ګرفتارۍ په اړه د بخښنې نړیوال سازمان له بیان سره متفق دی او دا چې د سیمې "حکومتونه باید د انصاف ترلاسه کولو لپاره د سوله ییزو ملکي غورځنګونو ملاتړ او هڅونه وکړي" او پر ضد یې "له تاوتریخوالي" کارولو ډډه وکړي.

بیان زیاتوي چې له ولسي غورځنګونو سره اختلافات باید د خبرو له لارې هوار شي.

د پاکستان حکومت د اشرف غني بیان په غبرګون لا څه نه دي ویلي.

سیاستوال او د بشري حقونو فعال افراسیاب خټک، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین پر نیونه پر خپل ټویټر لیکلي چې له دې څخه د پښتنو او په تېره د وزیرستانیو ولسونو پر وړاندې د حکومت مستعبده نوابادیاتي غوندې تګلاره په ډاګه شوه. پر ځای د دې چې واکمنان د هغوی سوله ییز غږ واوري، لا ژورې پارونې ته ولاړ.

پر ټويټر یوه بله فعاله مینه ګبینه هم د منظور پشتین پر نیونه کاږي، منظور ځکه نیول شوی چې د پاکستان قانون یې رد کړی دی، خو زیاتوي چې د مشرف خلاف هم "اېف ای ار" وکښل شو چې د دغه هېواد قانون یې د کاغذ یوې ټوټې غوندې کچره دان ته وغورځاوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په توګه د پاکستان د لاهور او کراچۍ په ګډون د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په يو شمېر ښارونو کې ولسي غونډو ته ويناوې کړي چې په کې یې په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ پر تګلاره نيوکې کړې دي.

غورځنګ ادعا کوي چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پښتنو ځاني او مالي تاوانونه شوي، زرګونه پښتانه ورک دي، په قبايلي ضلعو کې ځمکې لاندې بمونه ايښوول شوي او په پوستو کې له خلکو سره د امنيتي ادارو برخورد سم نه دی.

خو پوځ وايي، ځيني ورک کسان خلاص شوي، د ماينونو پاکولو کار روان دی، څه پوستې یې کمې کړي او پر پاتې هغو کې خلک نه ځوروي.

د ويناوو پر مهال پر پوځ او جاسوسي ادارو تر نيوکو وروسته پر منظور پشتين باندې قضیې درج شوې وې.

د بلوچستان حکومت پر هغه صوبې ته پر ورتګ هم بندیز لګولی وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ دريځ لري چې ټولې غوښتنې یې د پاکستان د قانون په چوکاټ کې دي او پر تشدد باور نه لري، بلکې له سوله یيزې لارې خپلې غوښتنې منل غواړي.

XS
SM
MD
LG