د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له ملاتړو سره څه پېښ شوي؟


نننۍ غونډه د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال ارمان لوڼي د لومړي تلین او د غورځنګ د نیول شوي مشر منظور پښتین د راخوشې کېدو په هدف را بلل شوې.
نننۍ غونډه د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال ارمان لوڼي د لومړي تلین او د غورځنګ د نیول شوي مشر منظور پښتین د راخوشې کېدو په هدف را بلل شوې.

د بلوچستان په لورالایي سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه له ننګونو سره سره جوړه شوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مسئولین وایي، پاکستاني چارواکو په لورالایي سیمه کې د غونډې اجازه ورکړې وه، خو غونډې ته په نژدې کېدو ډېرې ستونزې ورته را ولاړې شوې.

د غورځنګ د بلوچستان مشر نصيب الله ناصر د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې چارواکو د غونډې له ځایه څوکۍ لرې کړي او له ورغلو میلمنو سره یې ناسم چلند کړی دی.

د ښاغلي ناصر په وینا هلته د دوی غونډې ته ورغلې لارې بندې شوي او هغې ځمکې باندې اوبه ور خوشې شوي چې دوی په کې د غونډې تکل کړی و.

هغه وویل: "زمونږ جلسې ته زرګونه کسان راغلي، سره له دې چې له دوی سره خوف او ویره وه، مونږ په ډېر فخر دا وایو چې پښتانه د خپل حق د غوښتلو لپاره تیار شوي دي او خپل حقونه یې پیژندلي دي او په خپلو مشرانو یې پوره اعتماد شته، دا به انشالله چې د لورالایي تاریخي جلسه وي."

د غورځنګ نننۍ غونډې ته د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼي، ثنا اعجاز، عارفه صدیقه، انور سلیمانخېل، ډاکتر سید عالم مسود، ډاکتر شوکت، ډاکتر مشتاق، رحیم شاه، عارف وزیر، رحیم زیارتوال او یوشمیر نور مشران ورغلي دي.

د غورځنګ د صوبايي کميټۍ يو غړی عبدالرحمان وايي، ځایي چارواکو د جلسې مخنیوي لپاره مختلفې لارې چارې خپلې کړي وې خو خلک ور روان دي.

هغه زیاته کړه: "دوی دروازې تړلې وې، مونږ چې له انتظامیې سره خبرې وکړې، نو اجازه یې راکړه، مختلفې حربې یې استفاده کړې، د پاچاخان چوک یې بند کړ."

نننۍ غونډه د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال ارمان لوڼي د لومړي تلین او د غورځنګ د نیول شوي مشر منظور پښتین د راخوشې کېدو په هدف را بلل شوې.

ارمان لوڼی تېر کال د فبروري په دویمه نېټه په لورالایي سیمه کې د پولیسو د شکنجې له امله ووژل شو.

له هغه وروسته غورځنګ څو ځله لویې غونډې وکړې چې په دې وروستیو کې یې مشر منظورپښتین او یو شمېر نور فعالان پاکستاني پولیسو ونیول.

د پاکستان د قومي اسامبلې غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال محسن داوړ له دې وړاندې ویلي چې د منظور پښتین او ملګرو تر خوشې کېدو پورې به د دوی اعتراضي غونډې دوام لري.

XS
SM
MD
LG