د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د ثبات او همپالنې له لوري سرپل ولایت ته نوی والي ټاکل شوی


محمد نور رحماني د معرفي کېدو پرمهال
محمد نور رحماني د معرفي کېدو پرمهال

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي، نن یې په سرپل ولایت کې والي معرفي کړی او دا کار به یو شمېر نور ولایتونو کې هم وکړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله له خوا د ده په وینا د ټول شموله حکومت له اعلان وروسته نوموړي یو شمېر ولایتونو کې په امر نوي والیان معرفي کړي.

د دې ډلې ویاند فریدون خوځون د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نن په سرپل ولایت کې د دوی له خوا نوی والي معرفي شو: "نن مو رسماً د سرپل والي معرفي کړ او هغه هم خپل کار پیل کړ زموږ دغه لړۍ به نورو ولایتونو ته هم غځیږي او په پنجشیر کې د دې ولایت والي هم رسماً د ثبات او همپالنې حکومت څخه ملاتړ اعلان وکړ."

د ښاغلي خوځون په خبره، افغانان یو ټول شموله حکومت ته اړتیا لري چې د جوړېدو په حال کې دی.

دا په داسې حال ده چې په جوزجان ولایت کې هم د جنرال عبدالرشید دوستم وسله والو او د حکومتي ځواکونو ترمنځ حالت دې اندېښنې وړ ښودل شوي.

په دې ولایت کې د ازادي راډيو خبریال وايی، چې افغان امنیتی ځواکونه او د جنرال دوستم وسله وال په ښار کې لاس په ماشه ګرځي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر هغو پېښو سخته اندېښنه ښودلې چې دې سازمان د حکومتي چارواکو ادلون بدلون بللې دی.

یوناما نن په یوې اعلامیې کې ویلي، له زورواکۍ یا نورو غیرې قانوني لارو کار اخیستل، هغه هم په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د کمېدو هڅې روانې دي، د سولې لپاره د افغانانو هیله له خطر سره مخ کولی شي.

یوناما په دې خبرپاڼه کې پر ټولو لورو غږ کړی چې له زغم کار واخلي، اختلاف د خبرو له لارې حل کړي او د اساسي قانون نظم ته درناوی وکړي.

بل خوا په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي دفتر پر خپل ټویټر ویلي: "دا د دې وخت دی چې د افغانستان سیاسي مشران خپلو کې سره د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره یوځای شي."

کابل کې د ناټو د ملکي استازي نیکولاس کی په حواله په دې ټویټ کې ویل شوي چې دا مهال ډیالوګ او جوړجاړي ته اړتیا ده – نه یو اړخیزو اقداماتو ته.

د ناټو د ملکي استازي په وینا د سولې لپاره اوسنۍ فرصت باید له لاسه ونه وځي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، هر هغه اړخ یا څوک چې د افغانستان د عامه ادارو کارونه له خنډ سره مخ کوي د قانون خلاف کار دی.

د دغې ادارې ویاند سید شاه سقیم د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "هېڅ څوک حق نه لري چې ملي شتمنۍ او عامه ځایونو ته زیان ورسوي، که څوک داسې اقدام کوي له هغه سره به عدلي او قضايي بنسټونه خپل حساب کوي، نن زموږ په ټولو ولایتونو کې محلي ادارې فعاله دي او والیان خپلو کارونه ته رسېدنه کوي، یوازې په سرپل ولایت کې نن څه ستونزه وه."

ښاغلي سقیم وايي، په یو شمېر ولایتونو کې رامنځته شوی وضیعت به ډېر ژر کابو شي.

عام افغانان هم دغه حالت د اندېښنې وړ بولي او وايي، روان وضیعت به په دغه هیواد کې ستونزې له ډېرې او د دوی ژوند به تریخ کړي.

XS
SM
MD
LG