د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۰۲

اروپايي ټولنې د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ د سولې پلان رد کړ


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پر نقشې د نښې کولو پر مهال.

اروپايي ټولنې پرون په منځني ختیځ کې د سولې لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ نوی پلان رد کړ.

دغې ټولنې د فبرورۍ په ۴مه د اسرائیل په قلمرو کې د فلسطینیانو د نورو سیمو د الحاق په برخه کې د اسرائیلو حکومت د پلان په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د اروپايي ټولنې په نظر د ولسمشر ټرمپ پلان حتی د فلسطینیانو ډېرې لږې غوښتنې هم په پام کې نه‌دي نیولي په داسې حال کې چې د لوېدیځې غاړې ډېری اشغال شوي مېشت ځایونه اسرائیلو ته وربخښي.

د دغې ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل پرون په یوه بیان کې د اروپايي ټولنې پر هغه ژمنه چې د منځني ختیځ کړکېچ په ۱۹۶۷ کال کې د کښل شویو کرښو پر بنسټ د دوو دولتونو د جوړېدو له لارې حل کېدای شي ټینګار وکړ.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل

بورېل همداراز د دواړو خواوو د موافقې په اساس د سیمو د وېش او د فلسطین د خپلواک او ډیموکراتیک دولت د جوړېدو د امکان یادونه وکړه.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر زیاته کړه چې د متحدایالاتو نوښت له هغو موافقو لیرې دی چې نړیوالو منلي. ښاغلي بورېل زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې د عادلانه او دوامداره سولې د

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر زیاته کړه چې د متحده ایالاتو نوښت له هغو موافقو لیرې دی چې نړیوالو منلي. ښاغلي بورېل زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې د عادلانه او دوامداره سولې د ټینګښت لپاره لانجمن مسایل باید د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د مستقیمو خبرو له لارې حل شي.​د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د منځني ختیځ د سولې پلان د اعلان پر مهال.

د منځني ختیځ د سولې لپاره د ولسمشر ټرمپ طرح د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ستایلې ده، خو د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس دا یو مزخرف پلان بللی او رد کړی یې دی. د خلیج عربي هېوادونو هم ویلي دي چې د سپینې ماڼۍ طرحه د یوه لوري په ګټه ده او رد کړې یې ده.

د دې طرحې د اعلان پر مهال یو شمېر اسرائیلي چارواکي حاضر وو، خو د فلسطین هېڅ یو استازی هلته نه‌و.

د ولسمشر ټرمپ د منځني ختیځ د سولې په نوي پلان کې چې د جنوري په ۲۸مه اعلان شو، په تدریجي ډول د فلسطیني دولت د جوړېدو اټکل شوی، خو د فلسطینیانو نورو غوښتنو ته حتی ډېره لږه پاملرنه هم نه‌ده شوې په داسې حال کې چې د لوېدیځې غاړې خورا زیاتې نیول شوې سیمې اسرائیلو ته وربخښي.

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس
د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس

د اسرائیلو صدراعظم ویلي دي چې په لوېدیځه غاړه کې د اشغال شویو یهودي مېشت ځایونو د نیولو پروګرام به دوام وکړي، خو ښاغلي بورېل په خپلو پرونیو څرګندونو کې وویل، اروپايي ټولنه د اسرائیل په قلمرو کې د اردن د درې او د لویدېځې غاړې د نورو برخو د الحاق په اړه د څرګندونو له عواقبو اندېښمنه ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر ښاغلي بورېل په عین حال کې د فلسطینیانو د نورو سیمو د نیولو په صورت کې د دې ټولنې له لوري د اسرائیلو پر وړاندې پر احتمالي عدلي اقداماتو د غور یادونه هم وکړه.

XS
SM
MD
LG