د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

ټیفا: ټاکنیزونو کمېسیونونو په ځلونو قوانین نقض کړي


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي په خپل کاري دفتر کې د فعالیتونو په اړه رسنیو سره معلومات شریکوي. عکس- ارشیف
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي په خپل کاري دفتر کې د فعالیتونو په اړه رسنیو سره معلومات شریکوي. عکس- ارشیف

د رڼو انتخاباتو بنسټ ټيفا د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې پر انتخاباتي کمیسیونونو انتقاد وکړ چې په پرله پسې ډول یې انتخاباتي مهالویش، د انتخاباتو قانون، لوایح او طرزالعملونه نقض کړي دي.

ټیفا وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه د څلور میاشتو په تېرېدو سره انتخاباتي کمیسیونونه تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې د انتخاباتو برخلیک وټاکي.

د ټیفا په موندنو کې چې د دوشنبې په ورځ د نوموړي بنسټ د مشر محمد نعیم ایوب زاده له خوا له رسنیو سره شریکې شوې راغلي چې، په دې کار سره یاده پروسه اوږده او پر انتخاباتي کمیسیونونو د خلکو او انتخاباتي ټکټونو باور اغیزمن شوی دی.

ټیفا په خپلو موندنو کې پر انتخاباتي کمیسینونو د فشارونو خبره هم کوي.

د دغه بنسټ اجرائیوي مشر محمد نعیم ایوب زاده په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل: "مونږ هېله مند یو چې کمیسیونونه وتوانېږي چې تردې وروسته عدالت تامین کړي، نه دا چې سیاسي فشارونه ومني او د سیاسیونو پرېکړې عملي کړي او بیا وویاړي چې دوی یوه ښه پرېکړه کړې، کمېسیونونه ډيرې ستونزې لري، تر دې حده په ګمارنو کې بوخت دي اساسي کارونه یې ونه کړل."

د ټیفا بنسټ اجرائیوي مشر محمد نعیم ایوب زاده
د ټیفا بنسټ اجرائیوي مشر محمد نعیم ایوب زاده

د ټیفا ویاند بیا مخکې تر دې ازادي راډیو سره په خبرو کې یوازې د انتخاباتي شکایتونو پر کمېسیون د سیاسي فشارونو خبره کړې وه.

محمد زبیر حبیب زاده ویلی وه چې دا فشارونو پر یاد کمیسیون په ټاکنو کې د ښکیلو لوریو له خوا دي.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي و چې تر هېڅ ډول فشار لاندې نه دي او په خپلواک ډول خپلې چارې مخته وړي.

د ټیفا د تازه څرګندونو په اړه بیا د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویانده زرمینه کاکړ وايي: "تر اوسه پورې قانون نه دی مات شوی، مونږ د ټاکل شویو تګلارو او طرحو په اساس عمل کوو، که چیري څارونکي بنسټونه انتقاد لري دوی دې مونږ سره خپلې طرحې شریکې کړي."

ټیفا پر خپلو تازه موندنو کې دا هم ویلي چې له انتخاباتو څخه د څار په برخه کې دا ځل د نړیوالې ټولنې پاملرنه هم کمه وه.

د ټیفا په موندونو کې بې شمېره نور موارد هم راغلي او په سپارښتو کې بیا هم په ټینګار سره له انتخاباتي کمیسیونونو غوښتل شوي چې چټک اقدامات وکړي، خپل بې پرې توب وساتي او له حکومت هم غوښتل شوي چې د انتخاباتي کمییسیونو په چارو کې مداخله ونه کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د تلې په شپږمه نېټه وشول، خو لومړنۍ پایلې یې له درې میاشتني ځنډ وروسته د مرغومې په لومړۍ نېټه اعلان شوې.

د دې نتایجو له مخې لومړی محمد اشرف غني او دوهم عبدالله عبدالله ډېرې رایې ګټلې دي.

د دغو انتخاباتو وروستۍ پایلې به د انتخاباتي شکایتونو د مرکزي کمېسیون له پرېکړې وروسته اعلان شي.

XS
SM
MD
LG