د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: تر اوسه د استېناف غوښتنې ۴۷۰۰ قضیې ثبت شوي


د افغانستان د شکایتونو کمېسیون غړي
د افغانستان د شکایتونو کمېسیون غړي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، چې تر اوسه له دوی سره د استېناف غوښتنې ۴۷۰۰ قضیې ثبت شوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، چې د استېناف غوښتنې ډېری قضیې په غیر بایومټریک، توپیري، شکمنو او له وخت مخکې رایو په اړه ثبت شوې دي.

د دغه کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د استېناف غوښتنې په مرحله کې تراوسه له دوی سره له ۴۷۰۰ زیات اعتراضونه ثبت شوي چې ممکن کچه یې نور هم لوړه شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي

هغه زیاته کړه: "د ۴۷۰۰ په شاه خوا کې د استېناف غوښتنې قضیې ثبت شوي، دا د بدلون په حال کې ده ځکه چې یو ولایت ابلاغیه د پنجشنبې په ورځ ورکړې، احتمال شته چې په یاد ولایت کې استېناف غوښتنه هم وشي، دغه قضیې د درې ټاکنیزو ټیمونو ثبات او همپالنې، دولت جوړونکی او سولې او اسلامي عدالت له لوري ثبت شوي دي."

ښاغلي الیاسي زیاتوي، چې د استېناف غوښتنې ډېری قضیې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم له لوري ثبت شوي دي.

که څه هم د ټاکنیو شکایتونو د کمېسیون له خوا د استېناف غوښتنې درې ورځنۍ مرحله د تېرې چهارشنبې په ورځ پیل شوې او پرون شنبه تمام شوه خو د دغه کمېسیون د مسوولینو د وینا پر بنسټ چې یو شمېر ولایتونو ته ابلاغیې ناوخته رسېدلي او دا بهیر لا نه دی بشپړ شوی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، چې د دغو قضیو د ډلبندۍ لړۍ پیل شوې، چې په دوو ورځو کې به بشپړه شي.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي، چې تېره ورځ یې د ۵۳۷۸ هغو محلونو چې د بیا شمېرنې پریکړه یې شوې ده، معلومات د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپارلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۹ ولایتونو معلومات له دوی سره شریک کړي خو د دغه کمېسیون په خبره چې ستونزې یې درلودې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح سادات
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح سادات

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح سادات وویل: "تېره ورځ ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، د ټاکنو له کمېسیون سره د ۱۹ ولایتونو معلومات شریک کړي، دغو معلوماتو کې ځینې ستونزې وې، چې د اصلاح لپاره بېرته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته استول شوي."

په ورته وخت کې که څه د افغانستان پر ټاکنو د څار یوشمېر بنسټونه د استېناف غوښتنې په مرحله کې د انتخاباتي ټیمونو له خوا د ګڼو قضیو ثبت اندېښمن کړي خو بیا هم ټینګار پر عدالت لري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي: "زه هیله من نه یم چې د انتخاباتي شکایتونو مرکزي کمېسیون دې په کم وخت کې د دومده قضیو په اړه فیصله وکړي، دا زیات وخت ته اړتیا لري، چې د پایلو په اعلان کې ځنډ راولي."

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې په تېر میزان میاشت کې وشوې خو د ټاکنیزو کړکېچونو له امله تراوسه هم ټاکنیز کمېسیونونو نه دي توانېدلي، چې د ورستیو پایلو اعلان ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG