د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

د بیا شمېرل کېدونکو محلونو په تړاو د ټاکنو کمېسیون ته معلومات استول شوي؟


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ باید د ۲۱ ولایتونو په ۵۳۷۸  محلونو کې بیا رأیې وشمېرل شي چې دا کار باید ټاکنو خپلواک کمېسیون وکړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ باید د ۲۱ ولایتونو په ۵۳۷۸  محلونو کې بیا رأیې وشمېرل شي چې دا کار باید ټاکنو خپلواک کمېسیون وکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د عملیاتي پلان جوړولو په هدف د معلوماتو سپارلو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي ضد او نقیضې څرګندونې کوي.

د دغه کمېسیون د دارلانشا رئیس چمن شاه اعتمادي وایي، دوی معلومات د ټاکنو کمېسیون ته سپارلي، خو د دغه کمېسیون یو کمېشنر قطب الدین رویدار وایي، نن یا سبا به دا معلومات وسپارل شي.

ښاغلي اعتمادي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی د تېرې چهارشنبې په ورځ، د انتخاباتو کمېسیون ته د عملیاتي پلان جوړولو په تړاو د هغو محلونو په اړه معلومات سپارلي چې باید رأیې په کې له سره وشمېرل شي.

هغه وویل: "د تېرې چهارشنبې په ورځ مو د انتخاباتو کمېسیون ته د هغو محلونو په اړه چې باید رایې په کې بیا وشمېرل شي معلومات او راپورنه استولي دي، موږ یوازې دې ته په تمه یو چې د ټاکنو کمېسیون څه وخت چمتو کېږي چې د رایو بیا شمېرنه پیل کړي او موږ ترې نظارت وکړو."

ښاغلی اعتمادي وایي، څومره چې دا بهیر ځنډېږي، د انتخاباتو د ورستیو نتایجو اعلان هم ځنډنی کوي.

خو د دغه کمېسیون یوه کمېشنر قطب الدین رویدار بیا ازادي راديو ته په یو استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، تر دې دمه د ټاکڼو خپلواک کمېسیون ته دغه معلومات نه دي استول شوي.

"موږ تر اوسه پورې تفصیلي راپور د محلونو په اړه له ولایتونو نه دی تر لاسه کړی او کله مو چې دا راپور تر لاسه کړ، نن یا سبا به دغه لیست د ټاکنو کمېسیون ته وسپارو."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا د په ولایتونو کې د شکایتونو د څېړلو بهیر د دوشنبې په ورځ پایته ورسېد او د استیناف غوښتنې پروسه پیل شوه.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د مسئولینو خبره، تر دې دمه له دوی سره د استناف ۲۲۰۰ غوښتنې قضیې ثبت شوي او دا مرحله به نن پای ته ورسېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ باید د ۲۱ ولایتونو په ۵۳۷۸ محلونو کې بیا رأیې وشمېرل شي چې دا کار باید ټاکنو خپلواک کمېسیون وکړي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، دوی به هغه مهال اقدام وکړي چې عملیاتي پلان ورسره شریک شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له دوی سره په دې اړه تر اوسه هیڅ معلومات نه دي شریک شوي.

هغه وویل: "موږ د عملیاتي پلان د ترتیب لپاره له ټاکنیزو شکایتونو معلومات غوښتي دي. دا پلان هغه وخت جوړولی شو، چې دوی له موږ سره معلومات شریک کړي. کله چې معلومات موږ ته راکړل شول، ممکن یوه ورځ ونیسي چې دا پلان برابر کړو."

د ښاغلي ننګ په خبره، نه په ولایتونو او نه هم په مرکزي دفتر کې د رایو د بیا شمېرنې د محلونو په اړه له دوی سره معلومات شریک شوي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ یا فیفا وایي، په کار ده چې د دواړو کمېسیونونو ترمنځ لازمه همغږي رامنځته او په نښه شویو محلونو کې ژر تر ژره د رایو د بیا شمېرنې پروسه پیل شي

XS
SM
MD
LG