د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

د ټاکنیزو کمېسیونونو ۹ پخواني غړي په تنفیذي بند محکوم شول


د ټاکنیزو کمېسیونونو ۹ پخواني غړي په دوه ـ دوه کاله او شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم شول.
د ټاکنیزو کمېسیونونو ۹ پخواني غړي په دوه ـ دوه کاله او شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم شول.

له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې د ټاکنیزو کمېسیونونو ۹ پخواني غړي په دوه ـ دوه کاله او شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم کړل.

له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د استیناف محکمې وايي، چې د ټاکنیزو شکایتونو پخوانيو کمېشنرانو له خپلې دندې څخه ناوړه استفادې کړي او د کونړ ولایت د یو کاندید د ولسي جرګې د پایلو پاڼې یې تغییر او تبدیل کړې دي.

د دغې محکمې مشرې د چهارشنبې په ورځ په علني محکمه کې دغه پخواني غړي هر یو به دوه دوه کاله او شپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم کړل.

له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمې قاضیان
له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمې قاضیان

هغې وویل: "د تاسې هر یو د نیول کېدو له ورځې له وروسته له خپلې دندې ناوړه ګټې اخیستنې په تور په دوه دوه کاله او شپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم په مجازاتو شوئ، دغه پریکړه وروستۍ او قطعي نه ده، تاسې کولای شئ یوه بله محکمه (تمیز) چې په مخکې یې لرئ غوښتنه یې وکړئ."

په دغو محکوم شویو کې عبدالعیزیز اریايي، عبدالبصیر فایز، حمیرا حقمل، ګلاجان عبدالبدیع صیاد، معاذالله دولتي، رفیع الله بېدار، عبدالقادر قریشي، حفیظ الله هاشمي، ملیحه حسن شامل دي.

په بند محکوم شویو غړیو کې اووه تنه‌یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي دي چې رئیس ‌یې هم په‌کې شامل دی، دا شان د رئیس په ګډون درې تنه ‌یې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړي دي.

په ورته وخت کې د پخوانیو غړیو مدافعې وکیل عبدالرازق حیدري دغه پریکړه سیاسي او غیر منطقي وبلله.

هغه زیاته کړه: "دغه پریکړه غیر منطقي او بشپړه سیاسي وه، موږ ډېره تمه درلوده، چې د وړاندې کړیو دلایلو په نظر کې نیولو سره به دوه د خلاصون پریکړه کېږي، موږ په دې باندې قناعت نه لرو، موږ تمیز طلب کېږو او ستره محکمه غواړوو."

د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د ولسي جرګې د ټاکنو د کمزوري مدیریت او د قوانینو څخه د سرغړونې په تور شااوخوا ۱۱میاشتې وړاندې له دندو لیرې او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته ور وپېژندل شول.

د دغه مرکز ابتداییه محکمې د روان کال د سنبلې میاشت په ۱۲ یاد غړي په پنځه پنځه کاله تنفیذي بند محکوم کړي و.

XS
SM
MD
LG