د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

ارګ:‌ د کمېشنرانو لیرې کېدل په ولسمشریزو ټاکنو کوم اغېز نه‌کوي


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

د افغانستان لويې څارنوالۍ د انتخاباتي کمېسیونونو د عزل شویو رئیسانو په ګډون د دې کمېسیونونو ۱۲ پخواني کمېشنران ممنوع‌الخروج اعلان کړل.

لویې څارنوالۍ په یوې اعلامیه کې چې تېره شپه خپره شوه ویلي دي، یو پلاوی يې ټاکلی دی چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پر عزل شویو رئیسانو او کمېشنرانو له واک او صلاحیته د ناوړه استفادې د تورونو دوسیه چې لویې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده، وڅېړي.

د لویې څارنوالۍ د بیان له مخې دا قضیه به د قانون په رڼا کې او په عادلانه او منصفانه ډول څېړل کېږي او نتیجه به‌يې له خلکو سره شریکه شي.

بل لور ته د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري وايي، د دواړو انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو او غړو لیرې کېدل د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره پر چمتووالي او نېټې کوم اغېز نه‌کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون په یوه فرمان سره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ټول کمېشنران عزل کړل.

د ښاغلي چخانسوري په وینا د دواړو کمېسیونونو د دارالانشاء رئیسان به په مؤقت ډول د دې کمېسیونونو مشري کوي او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتووالی به په نورمال ډول پر مخ ځي.

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري
د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري

نوموړي وویل:

"دا د ولسمشرۍ پر راتلونکو انتخاباتو او د هغې پر نېټې هېڅ ډول اغېز نه‌کوي. ټول کارونه په سم ډول پر مخ ځي او د ولسمشرۍ انتخابات په همغې نېټې ترسره کېږي چې اعلان شوې ده."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د نویو کمېشنرانو د ټاکل کېدو په اړه د ولسمشر ویاند ښاغلي چخانسوري وویل، تر یوې اوونۍ به سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې د پېشنهادي کمېشنرانو لېستونه له جمهوري ریاست سره شریک کړي.

ښاغلي چخانسوري زیاته کړه:

"د انتخاباتو په نوي قانون کې ۱۲مه او ۱۳مه ماده واضح ده او د ولسمشر له‌خوا په لاسلیک شوي فرمان کې هم وضاحت موجود دی. په یوې اوونۍ کې باید هغه ګوندونه چې په عدليې وزارت کې ثبت دي او په انتخاباتو پورې مربوط مدني ټولنې خپل لېستونه له جمهوري ریاست سره شریک کړي چې له هغې څخه به نوي کمېشنران انتخاب شي."

د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران په‌داسې حال کې له دندو ګوښه او ممنوع‌الخرج اعلان شوي دي چې د ولسي جرګې له انتخاباتو څلور میاشتې تېرېږي، خو تر دې دمه لا هم د پایتخت کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې نه‌دي اعلان شوي.​

XS
SM
MD
LG