د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

د انتخاباتو د دواړو کمېسیونونو رئیسان او غړي له دندو لېرې شول


افغان ولسمشر اشرف غني د یوه نوي فرمان له مخې د انتخاباتو د خپلواک او د شکایتونو د کمېسیونونو رئیسان او غړي له کاره لېرې کړي دي.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې په وېب‌پاڼه کې ویل شوي چې د انتخاباتو د تعدیل شوي قانون له مخې چې ولسمشر توشیح کړی، په انتخاباتي چارو کې د کارونو د خنډ د مخنیوي لپاره یوازې د دواړو کمېسیونونو د دارالانشاء رئیسان پاتې شوي او په مؤقته توګه به د دغو کمېسیونونو د رئیسانو په توګه چارې مخ ته وړي.

د ولسمشر د فرمان له مخې د انتخاباتو د نوي قانون د ۱۳مې مادې پر اساس د عدلیې له وزارت سره ثبت شوي سیاسي ګوندونه او د انتخاباتو په تړاو مدني ټولنې به د دغه قانون د ۱۲مې مادې له مخې پر شرایطو برابر اشخاص د هغوی له اسنادو سره یوځای په ۷ ورځو کې چې د روانې میلادي میاشتې له ۲۷مې نېټې اعتبار لري، د انتخاباتو د کمېسیونونو غړیتوب او د دارالانشاء ریاستونو څوکیو ته ور وپېژني.

XS
SM
MD
LG