د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

ارګ: د انتخاباتي کمېسیونونو د دارلانشاء رئیسان به مؤقت سرپرستان وي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې د انتخاباتي کمېسیونونو د دارلانشاء رئیسان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د سرپرستانو په توګه ټاکلي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د انتخاباتي قانون د تعدیل د طرحې له توشیح سره سم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او انتخاباتي شکایتونو کمېسیون غړي عزل شوي دي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"غواړم وضاحت ورکړم کمېشنران د فرمان له مخې نه‌دي عزل شوي، نن ورځ د انتخاباتو نوی قانون چې تعدیلات په‌کې راغلي وو، توشیح او نافذ شو، د نوي قانون له نافذېدو سره کمېشنران خپله عزل کېږي، نو په همدې اساس ولسمشر یو فرمان ورکړ، د نویو کمېشنرانو تر ټاکل کېدو د دواړو کمېسیونونو د دارلانشاء رئیسان دې د کمېسیونونو مؤقت سرپرستانو په توګه کار وکړي."

چخانسوري وايي چې د انتخاباتو د نوي قانون د ۱۲مې او ۱۳مې مادې پر اساس له ټولو ګوندونو چې په عدلیې وزارت کې ثبت دي، غوښتنه شوې چې د کمېشنرانو پورې اړوند لېستونه دې د ۷ ورځو په جریان کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې نن د انتخاباتو د قانون د تعدیل طرحه د کابینې له تصویب وروسته ولسمشر غني توشیح کړه.

په‌دې قانون کې د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د کمېشنرانو د غوره کولو کمېټه ختمه شوې او په‌کې راغلي دي:

"ټول هغه سیاسي ګوندونه چې په عدلیې وزارت کې ثبت دي او د انتخاباتو څارونکي بنسټونه کولای شي په شرایطو د پوره کسانو لېستونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري."

د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران په‌داسې حال کې له دندو ګوښه کېږي چې د ولسي جرګې له انتخاباتي څلور میاشتې تیرېږي او تردې دمه لا د ټولو ولایتونو وروستۍ پایلې نه‌دي اعلان شوي.

تردې دمه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یوازې ۱۸ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړي او د پاتې ولایتونو وروستۍ پایلې لا هم نه‌دي اعلان شوي.

  • خو د انتخاباتي کمېسیونو د کمېشنرانو په عزل سره به د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتایجو برخلیک څنګه شي؟

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په‌دې اړه وايي، دغه کارونه پر وړاندې ځي او په هغه کې بدلون نه راځي تر هغې چې نوي کمېشنران راځي د دارلانشاء موقت سرپرستي کوي.

د افغان ولسمشر د ویاند په وینا د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو په عزل سره به انتخاباتو پورې اړوند کارونو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه‌شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG