د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۴۴

نوي اقدامات به د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت مسئله یقیني کړي؟


یوسف رشید
یوسف رشید

افغان ولسمشر اشرف غني د یوه نوي فرمان له مخې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیونو رئیسان او غړي له کاره لېرې کړي دي.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې په وېب‌پاڼه کې ویل شوي چې د انتخاباتو د تعدیل شوي قانون له مخې چې ولسمشر توشیح کړی، په انتخاباتي چارو کې د کارونو د خنډ د مخنیوي لپاره یوازې د دواړو کمېسیونونو د دارالانشاء رئیسان پاتې شوي او په مؤقته توګه به د دغو کمېسیونونو د رئیسانو په توګه چارې مخ ته وړي.

د ولسمشر د فرمان له مخې د انتخاباتو د نوي قانون د ۱۳مې مادې پر اساس د عدلیې له وزارت سره ثبت شوي سیاسي ګوندونه او د انتخاباتو په تړاو مدني ټولنې به د دغه قانون د دولسمې مادې له مخې پر شرایطو برابر اشخاص د هغوی له اسنادو سره یوځای په ۷ ورځو کې چې د روانې میاشتې له ۲۷مې نېټې اعتبار لري، د انتخاباتو د کمېسیونو غړیتوب او د دارالانشاء ریاستونو څوکیو ته ور وپېژني.

د انتخاباتو د نوي تعدیل شوي قانون او د ولسمشر د فرمان په اړه نوریاس نوري د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ له اجرائیوي رئیس یوسف رشید سره چې پر نوي تعدیل شوي قانون د غور کولو د تخنیکي کمېټې غړی و، مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې:

  • ایا دغه نوي اقدامات به د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت مسئله یقیني کړي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG