د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د ولسي جرګې معترضې نوماندانې: وکیلان د بندي کمېشنرانو خوشې کولو هڅه کوي


د انتخاباتي جرمونو پروړاندې د عدالت غوښتونکو ډلې نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هغه کمیشنران باید له بنده خوشې نه شي چې د دوی په وینا د ولسونو اعتبار ته يې زیان رسولی دی.
د انتخاباتي جرمونو پروړاندې د عدالت غوښتونکو ډلې نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هغه کمیشنران باید له بنده خوشې نه شي چې د دوی په وینا د ولسونو اعتبار ته يې زیان رسولی دی.

په افغانستان کې د تېر کال پارلماني ټاکنو یو شمېر ښځينه معترضې نوماندانې وایي، ښايي د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني غړي چې د محکمې لخوا په بند محکوم شوي، د پارلمان د ځینو وکیلانو په هڅو خوشې شي.

د انتخاباتي جرمونو پروړاندې د عدالت غوښتونکو ډله چې له دغو معترضو نوماندانو جوړه ده، نن (دوشنبه، تلي ۸مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هغه کمیشنران باید له بنده خوشې نه شي چې د دوی په وینا د ولسونو اعتبار ته يې زیان رسولی دی.

دغې ډلې له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې عدالت تامین کړي او د روغتیايي درملنې او یا جنسیت په لحاظ باید څوک له سزا معاف نشي.

ددې ډلې په اعلامیه کې چې د هلمند یوې معترضې نوماندې نجیبې فایض ولوسته راغلي: "یوشمېر درغل ګر او جعل کارو وکیلانو چې د دغو ملي خاینینو په واسطه یې پارلمان ته لاره پیدا کړې، په بیلابیلو پلمو د دغو درغلګرو او جعل کارو کمېشنرانو د خلاصون هڅې کوي. مونږ د دوی هڅې له یوې خوا د عدلي او قضايي ارګانونو د ملي باور او اعتبار د زیانمنیدو او له بلې خوا د مجرمینو د ملاتړ هڅه بولو."

د درنو جرمونو په وړاندي د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې د سنبلې په ۱۲مه د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو پخوانیو رئیسانو په ګډون لس تنه پخواني کمیشنران هریو په پنځه کاله حبس محکوم کړل.

محکمې دوی له خپلو صلاحیتونو په ناوړه ګټه اخیستنې او د یوه نوماند د پایلو پاڼې په تغییر او تبدیلولو مجرم پېژندلي دي.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پخوانۍ غړې حمیرا حقمل پر دوی لګېدلي تورونه ردوي.

اغلې حقمل وویل: "مونږ چې روغتون ته انتقال شولو، هغه د وکیلانو په غوښتنه نه وه، بلکې د رولا غني او مشاورینو له کتلو وروسته انتقال شولو. مونږ د عدلي او قضايي ارګانونو د استقلالیت غوښتنه کوو، نه د حکومت تر فشار لاندې."

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانۍ غړې ملیحې حسن ازادي راډیو ته وویل، دوی روغتیايي وضعیت ته په کتو باید په ضمانت خوشې شي.

هغې وویل: "دا زمونږ قانوني حق دی چې په ضمانت خوشي شو. دا د هر تورن حق دی. زما روغتیايي وضیعت ښه نه دی د ملا مهرو ته مې زیان اوښتی".

د افغانستان د لویه څارنوالي وایي، د ټاکنیزو کمیسیونو پخوانیو کمیشنرانو قضیې ته به په پوره بې طرفۍ رسېدنه وشي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وړمه ورځ ازادي راډیو ویلي، "مونږ ډاډ ورکوو، لکه څنګه قضیه وڅېړل شوه، پاتې بهیر کې به هم په پوره شفافیت کار کېږي. دوی (د ټاکنیزو کمیسیونو پخواني غړي) عملا په زندان کې دي."

په افغانستان کې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې ټاکنو کې د پراغو درغلیو ادعاوې وشوې او د پایلو اعلان یې په میاشتو میاشتو وځنډېده.

وروسته ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان له مخې پخواني لس تنه کمیشنران له دندو لرې کړل.

XS
SM
MD
LG