د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

ملیحه حسن: د کابل په نظارت خونه کې مو شل ساعته د داعش له غړو سره يو ځای تېر کړي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ غړې ملیحه حسن
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ غړې ملیحه حسن

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ غړې ملیحه حسن په ناوړه روغتیايي وضعیت کې د کابل په نظارت خونه کې ده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخوانۍ غړې ملیحه حسن وایي چې د کابل په نظارت خانه کې له ناروغۍ کړېږي، خو د هغې روغتیايي وضعیت ته سمه پاملرنه نه ده شوې.

اغلې حسن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ملا د تير څلور مهرې یې زیانمن شوي او ډاکترانو ورته ویلي چې ملا یې باید عملیات شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغې پخوانۍ غړې د کابل د پولیسو له نظارت خانې څخه د ټیليفون له لارې ازادي راډيو ته وویل چې نوموړې د دغه کمېسیون د يوې بلې پخوانۍ غړې حمیرا حقمل سره شل ساعته د ملي امنیت په روغتون کې د داعش له څو غړو سره يو ځای تېر کړي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ غړې حمیرا حقمل
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ غړې حمیرا حقمل

دا زیاتوي: د امنیت د روغتون د حویلۍ په يوه څنډه کې چې څلور خونې په کې دي، په درېیو کې یې د داعش ډلې اووه غړي تر درملنې لاندې وو، په يوه خونه کې یې موږ دوه پرتې وو، يو ګډ تشناب یې درلود چې دروازې یې قلف نه درلود، اوس یې زه د همدې ناروغۍ په وضعیت کې د کابل نظارت خانې ته انتقال کړې یم.

خو د افغانستان ملي امنیت ریاست په یوه پیغام کې ازادي راډيو ته وویل چې مېرمن حسن نه د ملي امنیت تر نظارت لاندې وه او نه ده.

د ملي امنیت ریاست وویل چې نوموړې د درملنې په هدف د یوې ورځې لپاره دغه روغتون ته ور انتقال شوې وه.

‎دغه ریاست د ملیحې حسن ادعا چې ګنې د ملي امنیت په روغتون کې د داعشیانو په منځ کې وه، ناسمه وبلله.

ملیحه حسن، حمیرا حقمل او د انتخاباتي کمېسیونو اته نور غړي د سنبلې د میاشتې په ۱۰مه نېټه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د ابتدائیه محکمې له خوا په پنځه پنځه کاله بند محکوم شول.

محکمې دوی د کونړ ولایت د ولسي جرګې د پخواني غړي صالح محمد صالح د رأیو د ابطال او کمولو په تور په بند محکوم کړل، خو هغوی له دغه جرمه انکار وکړ.

اغلې حسن وایي، دا او حمیرا حقمل چې دواړه د پوهنتون استادانې دي، د خپل صداقت قرباني شوي، دوی د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونه د جزايي اجراتو په برخه کې په قانون ماتونې تورنوي.

دې وویل: موږ د خپل صداقت، سمو او شفافو کړنو قرباني شوي یوو، د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونو د جزايي اجراتو قانون تر پښو لاندې کړی، ۲۳ ورځې کې زه له درده زورېږم او د ناروغۍ په بستر پرته یم، خو د بالمال کفالت سره خلاصون چې د يوه تورن کس حق دی، دوی ورڅخه انکار کوي.

د افغانستان سترې محکمې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه او دغه موضوع یې لویې څارنوالۍ پورې اړونده وګڼله.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي چې ډاکترانو دوی ته د ملیحې حسن او حمیرا حقمل د روغتیايي وضعیت ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

د ښاغلي رسولي په خبره، دوی دواړه په زندان کې له خپلو قانوني حقونو څخه برخمن دي.

ده وویل: د څارنې څارنوالان د ازادۍ د سلب ترڅنګ له ټولو زندانیانو څارنه کوي، دوی هڅه کوي چې د بندیانو روغتیايي، معیشتي او د خوړو مسایل په ښه توګه رعایت شي، ملیحه حسن او حمیرا حقمل دواړه اوسمهال په قانوني وضعیت کې په زندان کې دي.

ښاغلی رسولي ټینګار کوي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د لسو واړو غړو دوسیې په شفاف ډول د قانون په رڼا کې په عادلانه ډول څېړل شوي او محکمه یې هم په علني توګه ترسره شوې.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وایي، روغتون ته د ملیحې حسن او حمیرا حقمل لېږدول د دوی قانوني حق دی، خو د داعش ډلې له غړو سره د دوی ساتنه غېرې قانوني ده چې په اړه یې باید لویه څارنوالي ځواب وايي.

د حقوقي چارو افغان کارپوه کبیر رنجبر
د حقوقي چارو افغان کارپوه کبیر رنجبر

اغلې حسن د ملا د درد ترڅنګ د شکر له ناروغۍ هم کړېږي، هغه وايي چې د محکمې جریان ښه و، خو پرېکړه یې په بیړه وه.

په دې ورستیو کې د اغلې حسن د ناروغۍ موضوع په ټولنیزو رسنیو کې هم توده ده، چې ځینو مدني فعالانو له مسؤلو بنسټونو غوښتي چې د هغې روغتیايي وضعیت ته دې رسېدنه وکړي.

XS
SM
MD
LG