د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د استېناف غوښتنې په شکایتونو د پریکړو لړۍ پیلیږي


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، په دوه درې ورځو کې به د استېناف غوښتنې په شکایتونو د پریکړو لړۍ پیل کړي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، په راتلونکو درې ورځو کې به د استېناف غوښتنې پړاو د شکایتونو ډلبندي پای ته ورسېږي او پریکړو ته به چمتو شي.

د دغه کمېسیون کمېشنر قطب الدین رویدار د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اوسمهال شکایتونه ډلبندي کېږي او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی قطب الدین رویدار
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی قطب الدین رویدار

هغه زیاته کړه: "تراوسه د شکایتونو په مرکزي کمېسیون کې د استېناف غوښتنې د شکایتونو د ډلبندۍ لړۍ روانه ده، چې په راتلونکو دوه درې ورځو کې به پرېکړو ته چمتو شي او دوه درې ورځو کې به د پریکړو لړۍ هم پيل کړوو."

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره په ۲۹ ولایتونو کې ۶۲۹۲ د استېناف غوښتنې شکایتونه ثبت شوي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ یې په مرکزي کمېسیون کې د ډلبندۍ چارې پیل شوې.

د ټاکنو له قانون سره سم باید دغو شکایتونو ته په پنځلس ورځو کې رسېدونه وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي وايي، چې ډېری شکایتونو د ۳۰۰ سوه زره رایو په اړه دي، هغه رایې چې ثبات او همپالنه انتخاباتي ډله یې نا معتبرې ګني خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون معتبرې ګڼلې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي

ښاغلي الیاسي ازادي راډیو ته وویل، چې کمېسیون د څېړنې دوه لارې په مخکې لري لومړی دا چې شکایتونه به په لسو ګټګوریو کې ډلبندي کوي او د ډلبندۍ په اساس به یې په اړه پریکړې کېږي او بل دا چې هر ثبت شوی شکایت به په جلا جلا ډول څېړل کېږي.

په ورته وخت کې په ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید په دواړو لارو غور وکړي او سمه لاره په کې انتخاب کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید دواړه یاد موارد اړین ګڼي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

هغه زیاتوي: "دواړه موارده اړین دي، هم باید شکایتونو په انفرادي ډول مطالعه شي، ځکه چې کېدای شي، ځینې واقعات او شکایتونه دې د شکایتونو تر چتر لاندې رانه شي، نو مطالعه د دواړو برخو اړینه، اوا ستثنايي حالاتونه کولای شي، چې ډېری شکایتونه چې په انفرادي ډول وړاندې شوي دي هغه حل او فصل کړي او حتی ولایتي پریکړې هم تر اغېز لاندې رواولي."

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان یا تلې میاشتې په شپږمه نېټه تر سره وشوې خو تر اوسه ‌یې یوازې لومړنۍ پایله اعلان شوې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له‌ خوا د استېناف غوښتنې شکایتونو ته له رسېدنې او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا په هغو محلونو کې د رایو تر بیا شمېرنې ورسته چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له خوا یې پرېکړه کېږي د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایله هم اعلان شي.

که څه هم داسې نیوکې شته چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارې پڅې روانې دي خو دغه کمېسیون مخکې تر دې ویلي و چې د سرعت پر ځای دقت ته دېر پام کوي.

XS
SM
MD
LG