د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

ارګ د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک په اړه غبرګون وښود


ولسمشرۍ ماڼۍ
ولسمشرۍ ماڼۍ

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، اوربند د سولې ټینګښت لپاره اساسي شرط دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته له هغې دغه غبرګون وښود چې په قطر کې د طالبانو دفتر وايي، له امریکا سره د سولې هوکړې د لاسلیک پر اړوندو مراسمو غږېدلي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شاوخوا یو کال مذاکراتو وروسته اوس طالبان وايي چې د سولې د هوکړې د لاسلیک کېدو لپاره د امریکايي لوري سره خبرې پیل شوي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي چې د طالبانو استازو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي چارواکو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د هوکړې د لاسلیک او د اړوندو مراسمو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه پر ټویټر لیکلي چې د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي د پنجشنبې په مازیګر او د چهارشنبې په ورځ له امریکايي پلاوي سره ولیدل او ګټورې خبرې یې ورسره کړي.

تر اوسه ددې هوکړې لاسلیک کېدو مشخصه نېټه نه ده په ډاکه شوې او د امریکا چارواکو له لورې هم په دې تړاو څه نه دي ویل شوي.

خو د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دې ټویټ ته، د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې سوله افغان حکومت او متحدینو ته یې لومړيتوب لري او د دې سولې ټینګښت لپاره اوربند یو اساسي شرط دی.

ښاغلي صدیقي ویلي: "هغه طرحه چې اوربند په کې د یو اصل په توګه مطرح شي افغان حکومت ته دمنلو وړ ده."

په ورته وخت کې د افغانستان سولې عالي شورا وايي چې په قطر کې له اوربند پرته لاسلیک کېدونکې هوکړه معنی نه لري.

د دې شورا غړي قاضي محمد امین وقاد د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د تاوتریخوالي راکمولو لپاره باید واضح تعریف رامنځته شي.

د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد
د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد

هغه زیاته کړه: "که طالبان له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کوي دا قدم باید د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لاره پرانیزې نه دا چې د خبرو دروازې نورې هم بندي کړي، پرته له اوربند څخه د سولې هوکړه لیک کوم معنی نشي درلودای او طالبان غواړي په دې هوکړې سره ځانته کریډټ ترلاسه کړي."

د ښاغلي وقاد په خبره، د اوربند په ټينګښت سره به د سولې په روانو خبرو باور نور هم زیات شي.

د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې د تېر ۲۰۱۹ میلادي کال د ډېسیمبر په ۱۳مه یوه ورځ وروسته له هغه وځنډېدلې چې طالبانو په بګرام کې د نړیوالو ځواکونو پر اډه د برید مسوولیت ومانه.

خو طالبانو ته نږدې کسان وايي، چې طالبان اوربند د ځان لپاره یو تاوان بولي او نه غواړي په دې حساسو شرایطو کې په داسې یوې مسئلې سره سلا وکړي.

د طالبانو پخوانی چارواکی سید اکبر اغا وویل: "د اوربند په اړه که سلا کېږي زه فکر کوم چې طالبان دا د خپل ځان پر وړاندې یو سیاسي ناکامي یاده وي او زما په باور چې دا کار به دوی ونه کړي خو دواړه خواوې دې تاوتریخوالي د راکمېدو په اړه سره سلا شوي او اوربند په اړه تر اوسه داسې څه نشته."

د طالبانو له منځه باخبره سرچینې وايي، طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته د موقت اوربند طرح سپارلې ده.

اسوشیټیډپریس خبري اژانس د طالبانو د سرچینو په حواله راپور ورکوي چې وايي طالبانو د یوې اونۍ او لسو ورځو ترمنځ د اوربند وړاندیز کړی دی.

خو طالبانو د اوربند په اړه تر اوسه رسمي څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نا تائید شوي راپورنه په اساس ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال میلر قطر تللی او هڅه مو وکړه په دې اړه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت سره خبري وکړو خو بریالي نشو.

XS
SM
MD
LG