د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

'د طالبانو سیاسي او نظامي برخې د افغان سولې او جګړې په اړه اختلاف لري'


د افغانستان دولت په دې اړه چې د طالبانو سیمه‌ییز جنګیالي به د احتمالي توافق‌نامې پر اساس له جګړې لاس واخلی که نه، اندېښمن دی.
د افغانستان دولت په دې اړه چې د طالبانو سیمه‌ییز جنګیالي به د احتمالي توافق‌نامې پر اساس له جګړې لاس واخلی که نه، اندېښمن دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د طالبانو د سیاسي او پوځي برخې د دغه هېواد د سولې او جګړې په اړه له یو بل سره اختلاف لري.

دغه شورا وايي که حکومت او طالبان سوله وکړي، د افغانستان دولت په دې اړه چې د طالبانو سیمه‌ییز جنګیالي به د احتمالي توافق‌نامې پر اساس له جګړې لاس واخلی که نه، اندېښمن دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د لېندۍ ۲۱» ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو ټیټ پوړي غړي او مشران په دې اړه واحد دریځ نه‌لري.

ښاغلی حقمل زیاتوي: "موږ په دې باور یو چې طالبان د سولې او جګړې او ان د مذاکراتو په اړه واحد نظر نه‌لري. د ټیټې او لوړې طبقې سیاسي او پوځي خلک‌یې له یو بل سره ستونزې لري. موږ د دې لپاره اندېښمن وو او یو چې که هوکړه هم وشي، ایا د طالبانو ټیټ پوړي او جنګیالي چې په سیمو کې جګړه کوي د سیاسي برخې پرېکړه به ومني که نه؟"

ښاغلي حقمل وویل، له همدې امله د افغانستان حکومت د سولې د خبرو اترو لپاره د یو میاشتني اوربند وړاندیز وکړ.

ښاغلي حقمل وویل د حکومت له‌خوا طالبانو ته د یوې میاشتې اوربند وړاندیز هم د دې لپاره دی څو هغوی ثابته کړي چې پر خپلو وسله‌والو کنټرول لري.
ښاغلي حقمل وویل د حکومت له‌خوا طالبانو ته د یوې میاشتې اوربند وړاندیز هم د دې لپاره دی څو هغوی ثابته کړي چې پر خپلو وسله‌والو کنټرول لري.

د نوموړي په خبره، طالبان باید په دې یوه میاشت کې ثابته کړي چې پر خپلو غړو کنټرول لري.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري هم رسنیو ته ویلي، طالبان باید د اوربند په منلو سره خپله واحده رهبري ثابته کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تر دې دمه د ازادي راډيو پوښتنې ته ځواب نه‌دی ویلی.

خو په افغانستان کې د طالبانو د پوځي برخې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو ترمنځ بېلوالی نه‌شته او د "سولې او جګړې" په اړه طالبان واحد نظر لري.

مجاهد د اوربند په اړه وایي، له امریکا سره د سولې تر هوکړې پورې خپلو حملو ته دوام ورکوي.

نوموړي وویل، که د سولې هوکړه لاسلیک شي، د دغې ډلې وسله‌وال به د درېیو ساعتونو په لړ کې پر هغې عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له بیا پیلېدو شپږ ورځې اوړي.

تر دې وړاندې د سپټمبر میاشت کې په کابل کې د طالبانو له لوري په یوه حمله کې د یوه امریکایي عسکر د وژل کېدو له امله د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ مذاکرات لغوه کړل.

قطر کې له طالبانو سره د امریکایانو خبرې د ډسمبر په اوومه بېرته پيل شوې.
قطر کې له طالبانو سره د امریکایانو خبرې د ډسمبر په اوومه بېرته پيل شوې.

ټرمپ له دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ټیلیفوني مکالمه کې ټینګار کړی چې اوربند د سولې له لومړیو شرطونو دی.

خو طالبانو تېره ورځ په داسې حال کې چې سیاسي رهبري یې په قطر کې له امریکا سره په مذاکراتو بوخته وه، د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د امریکایانو پر پوځي اډه حمله وکړه.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي وایي، په طالبانو کې داسې کړۍ شته چې غواړي یو ځل بیا په قطر کې د امریکانو او دغې ډلې ترمنځ د سولې د خبرو خنډ شي.

هغه وویل: "په طالبانو کې یو شمېر ډلې شته چې غواړي د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي، دغه ډلې په ځانګړې توګه تمویل او تجهیزېږي او له پاکستان نه اطاعت نه‌کوي. دوی له خپلو نورو مرستندویو فرمان اخلي."

ښاغلی عاصي په طالبانو کې د دغې ډلې مشخصه نومونه نه‌اخلي، خو وایي چې په طالبانو کې یو شمېر کړۍ د ایران او روسیې له لوري تمویلېږي او د هغو دوو هېوادونو په غوښتنه حملې کوي.

روسیې او ایران تر دې وړاندې له طالبانو سره هر ډول مرستې رد کړې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د رژیم د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ادارې رئیس مولوي قلم‌الدین ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې اوس‌مهال افغان او بهرني عسکر په وسله‌والو طالبانو حملې کوي او دغه‌شان طالبان هم په خپلو مخالفینو حملو ته دوام ورکوي.

دی فکر کوي چې دغه ډول حملې د سولې په روانو خبرو هېڅ ډول منفي تأثیر نه‌شي کولای.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ازادي راډيو ته وویل چې ښکېل اړخونه باید هڅه وکړي چې د حملو د مخنیوي په هدف هر څه ژر د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

XS
SM
MD
LG