د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

ولسمشر اشرف غني او د امریکا بهرنیو چارو وزیر بګرام کې د طالبانو برید غندلی


چارواکو ویلي چې د طالبانو د پروني برید په ټپیانو کې ډېری ولسي وګړي دي.
چارواکو ویلي چې د طالبانو د پروني برید په ټپیانو کې ډېری ولسي وګړي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو برید په شدت غندلی او هغه‌یې بشر ضد جنایت بللی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني په حواله لیکل شوي چې پر عامه تأسیساتو او روغتیايي مرکزونو داسې "ترورېستي" حملې د افغانستان دښمنان خپل مقصد ته نه‌شي رسولائ.

د بګرام د هوايي ډګر په ساحه کې پرون سهار (ډسمبر ۱۱مه) شاوخوا شپږ بجې، طالبانو موټربم برید وکړ او ورپسې یو شمېر وسله‌والو چې سیمې ته نږدې په یوه ودانۍ کې ځای پرځای شوي وو، ډزې پیل کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پامپیو هم دا حملې په شدت وغندلې.

ښاغلي پامپیو ویلي، "د افغانستان خلک د دې حق‌دار دي چې دا بې‌مفهومه تشدد پای ته ورسېږي. د افغانستان خلک او امنیتي ځواکونه سوله او ثبات غواړي او امریکا ورسره ولاړه ده."

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بېګا پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، ټول هغه وسله‌وال کسان چې په سیمه کې يې له یوه غیر فعال کلینیکه ډزې کولې، ووژل شول .

د وسله‌والو دقیق شمېر لا نه‌دی په ډاګه شوی. طالبانو د دغه برید مسئولیت منلی دی.

  • اوښتې مرګ ژوبله او ویجاړی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په بګرام کې په پروني برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۷۰ زیات ملکي خلک زخمیان شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي د ملکي تلفاتو په شمېر کې بدلون راشي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي چې وسله‌وال په یوه ودانۍ کې چې څو کاله مخکې کوریایانو د یوه روغتون لپاره جوړه کړې وه، خو له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې تشه وه، ځای پر ځای شوي وو.

دغې زورورې موټربم چاودنې د پېښې ځای ته څېرمه د خلکو کورونه او دکانونه ویجاړ کړي دي.
دغې زورورې موټربم چاودنې د پېښې ځای ته څېرمه د خلکو کورونه او دکانونه ویجاړ کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو اصلي مرکز د بګرام په هوایي اډه کې دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند، سوني لېجيټ اسوشیټډ پرس ته ویلي چې د بګرام هوايي ډګر ته هېڅ ډول ګواښ متوجې نه‌دی.

د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې حمله کې هېڅ امریکایي او د ناټو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې نه‌ده، خو د ګرجستان د دفاع وزارت تأیيد کړې چې په دې برید کې يې پنځه عسکر برسېرن ټپي شوي دي.

دغې زورورې موټربم چاودنې د پېښې ځای ته څېرمه د خلکو کورونه او دکانونه ویجاړ کړي دي.

عیني شاهدانو اسوشیټډ پرس ته ویلي چې تر چاودنې وروسته، د امریکا جنګي الوتکو په سیمه کې بمبار وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه وسله‌وال چې په یوې ودانۍ کې ځای پر ځای شوي وو، ټول وژل شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه وسله‌وال چې په یوې ودانۍ کې ځای پر ځای شوي وو، ټول وژل شوي.

اسوشیټډ پرس د یوه ډاکتر عبدالقاسم سنګين له قوله ویلي چې زیات خلک له دې امله چې د کورونو او د کانونو هیندارې ماتې شوې وې او دېوالونه رانړېدلي ول، زخمیان شوي ول.

د امریکا پوځ ویلي چې په سیمه کې له عامو خلکو سره چې په شااوخوا کې مېشت دي، د مرستې لپاره د بیارغونې هڅې پیل شوې دي.

  • له طالبانو سره د سولې خبرې

طالبان داسې مهال پر بګرام هوايي اډې برید کوي چې په قطر کې یې استازي له امریکا سره پر مذاکراتو بوخت دي. د تاوتریخوالي کمول، اوربند او بالاخره د سولې بین‌الافغاني مذاکرات د دغو خبرو اصلي محور یاد شوی دی.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د پروني برید او د سولې روانو خبرو په تړاو قطر کې د طالب استازو نظر واخلي، خو هغوی لاځواب نه‌دی ورکړی.

په تېر سپټمبر میاشت کې چې دواړه لوري تر نهه پړاو مذاکراتو وروسته د سولې یوې هوکړې ته نږدې شوي وو، طالبانو د کابل په شش درک سیمه کې موټربم ځانمرګی برید وکړ. له دغه برید سره چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون په‌کې ۱۲ کسان ووژل شول، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړل.

دا مذاکرات تر درېیو میاشتو ځنډ وروسته د ډسمبر په ۷مه بېرته پيل شول. ښاغلي ټرمپ د نومبر په ۲۸مه افغانستان ته په ناڅاپي سفر کې په بګرام هوايي اډه کې وویل، طالبانو سره خبرې پیل شوي. هغه ویلي و چې طالبان یوه معامله غواړي او اوربند ته لېوال دي.

لسګونه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
لسګونه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
چاودنې عامو خلکو ته هم ډېر مالي زیان اړولی.
چاودنې عامو خلکو ته هم ډېر مالي زیان اړولی.

XS
SM
MD
LG