د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

'پر بګرام هوايي اډې برید کې یو کس وژل شوی او له ۹۰ زیات تپیان شوي'


په بګرام کې له موټر بم حملې وروسته د یوه سرتېري په غېږ کې د سیمې یوه ماشومه
په بګرام کې له موټر بم حملې وروسته د یوه سرتېري په غېږ کې د سیمې یوه ماشومه

د بګرام په هوايي اډه کې ننني برید د سیمې ۹۰ تنه عام اوسېدونکي ټپيان کړي او یو تن وژل شوی.

ښاغلی قدوسي زیاتوي چې د دغې پېښې قرباني یوه ښځه ده.

دا خبره په پروان ولایت کې د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ازادي راډیو ته تأیید کړه.

د ګرجستان دفاع وزارت هم تأیید کړې چې په دغې حمله کې د دغه هېواد پنځه سرتېري برسېرن ټپیان شوي دي.

وړاندې له دې د افغان ګډو ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزي احمدي ازادي راډیو ته ویلي و چې د بګرام هوايي اډې ته نږدې سهار وختي دوه موټر بم بریدونه وشول.

په موټر بم کې د بګرام هوايي اډې یوې څنډې ته یو روغتیايي مرکز ډېر زیانمن شوی.

د سیمې خلک چې په خپلو کورونو کې و د ښېښو د ماتېدو او د ځينو کورونو د ورانېدو په نتیجه کې ژوبل شوي.

په بګرام کې د نن سهار د پېښې ټپیان
په بګرام کې د نن سهار د پېښې ټپیان

د الوزي په خبره وسله‌وال تر برید وروسته د بګرام هوایي اډې ته ننوتي او اوس هم هلته ډزې روانې دي.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي په بګرام هوايي اډه کې نن سهار وختي په یوه روغتیايي مرکز برید شوی دی.

د قاطع ملاتړ مأموریت یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو بریدګرو دغه روغتیايي مرکز ته چې د سیمې خلکو ته‌یې خدمات وړاندې کول سخت زیان رسولی دی.

د قاطع ملاتړ مأموریت ویلي په برید کې امریکايي یا ائتلافي ځواکونو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

د دوی په خبره افغان ګډو ځواکونو او بهرنیو عسکرو د بریدګرو حمله دفع کړې او د برید پر مهال د بګرام هوايي اډه خوندي وه.

په کابل کې د نن ورځې د پېښې په سیمه کې ویجاړه شوې ودانۍ
په کابل کې د نن ورځې د پېښې په سیمه کې ویجاړه شوې ودانۍ

وسله‌والو طالبانو د دغه برید مسؤلیت منلی دی.

په بګرام کې د امریکايي ځواکونو یو لوی شمېر سرتېري مېشت دي چې اکثر داسې بریدونه مخکې وسله‌والو طالبانو کول.

په بګرام کې دا برید داسې وخت کېږي چې د طالبانو سیاسي ډله په قطر کې له امریکایانو سره پر افغان سولې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG