د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

ارګ: د سولې خبرو پیل لپاره د تاوتریخوالي پر کمښت او اوربند هوکړه شوې


afghanistan -- kabul, arg کابل ارگ ارګ ماتم ملی 23.Ap.2017
afghanistan -- kabul, arg کابل ارگ ارګ ماتم ملی 23.Ap.2017

ارګ وايي، د افغانستان او امریکا ترمنځ په خبروکې دا هوکړه شوې چې کله د سولې خبرې پیلېږي تاوتریخوالی به کمېږي او پایله به یې اوربند وي.

د ارګ ویاند دواخان مینه پال پرون، د ډېسېمبر په ۷مه، ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا او افغانستان د ولسمشرانو ترمنځ په مکررو خبرو کې دا تفاهم هم شوی چې له افغانستانه د باندې به د تروریستانو پر پناه ځایونو تمرکز کېږي.

مینه پال په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سیاسي استازو ترمنځ د خبرو د پیل په اړه په غبرګون کې وویل: "افغانستان او امریکا ګډې ګتې او اهداف لري، مونږ د سولې په اړوند په ګډه کار کړی او ګډ دریځ لرو، پردې توافق شوی چې کله د سولې مذاکرې پیل شوې، تاوتریخوالی به کمېږي او پایله به یې اوربند وي."

دواخان مینه پال وویل چې د کابل او واشنګټن ترمنځ دا توافق شوی چې تر دې وروسته چې هر اقدام کېږي هغه به دافغانستان او امریکا ترمنځ د همغږۍ پر اساس وي.

واشنګټن پرون شنبه په قطر کې د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې له سره پېل کړې.

فرانس پرس او رویټرز اژانسونو د امریکايي چارواکو په حواله ولیکل چې په دوحه کې د خبرو تمرکز به د تاوتریخوالي په کمولو، دبین الافغاني خبرو پر پېل او د اوربند پر ټينګېدلو وي.

د وسله والوطالبانو یوه ویاند سهېل شاهین په دې اړه پر ټویټر له امریکا سره د خبرو د پېل د تائید ترڅنګ ولیکل: "خبرې له هغه ځایه پېل شوې چې درېدلې وې، خبرې به د یوې موافقې پر لاسلیک او اړوندو مسئلو را څرخي."

خو هغه نور جزئیات ورنه کړل.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ بګرام ته په خپل سفر کې دې ته اشاره کړې وه چې طالبان د یوه توافق غوښتنه لري.

خو وسله والو طالبانو لږترلږه په علني ډول نه ده منلې چې دافغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې کوي.

په داسې حالت کې به ایا دا وړۍ شړۍ شي؟

د ارګ ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیوته وویل، طالبانو او امریکايي لوري ته جوته شوې چې کله د سولې د توافق خبره کېږي، بې له افغان حکومته بل څوک پرېکړه نه شي کولای.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

تردې مخکې د ارګ د سرچنیو په حواله ویل کېدل چې په کابل کې د داسې یوه پلاوي پر جوړښت خبرې کېږي چې له طالبانو سره به د افغانستان د حکومت په استازیتوب خبرې کوي.

ایا پلاوی برابر شوی؟

دواخان مینه پال د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: "پلاوی به هغه وخت جوړېږي چې بین الافغانی مذاکرات پېلېږي نو دا کار اوس مخکې له وخته دی، کله چې یې وخت را ورسېد، حکومت به اقدام کوي."

د امریکا او په دوحه کې د وسله والو طالبانو سیاسي استازو تر مکررو خبرو وروسته سږ دوبی وویل چې په اصولو کې یې توافق کړی او د سولې د موافقې تر رسمي لاسلیکه ډېر وخت نه دی پاتې.

امریکا او طالبانو په قطر کې څو ځله لیده کاته کړي.
امریکا او طالبانو په قطر کې څو ځله لیده کاته کړي.

هغه مهال د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر په حواله په رپوټونو کې وویل چې د موافقې د لاسلیک لپاره له دوحې یو پلاوی واشنګټن ته بلل شوی و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

خو د سپټمبر په میاشت کې په کابل کې تر یوې حملې وروسته چې یو شمېر ملکي افغانان او یو امریکایی عسکر په کې ووژل شول، ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د امریکا خبرې بندې کړې.

XS
SM
MD
LG