د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

بګرام هوايي ډګر ته څېرمه موټربم برید؛ یوه ښځه وژل شوې او ۹۰ تنه ټپیان دي


د بګرام پوځي چارواکي وايي، د ټپیانو ډېره برخه ولسي وګړي دي. طالبانو ددي حملې مسولیت په غاړه اخیستی.
د بګرام پوځي چارواکي وايي، د ټپیانو ډېره برخه ولسي وګړي دي. طالبانو ددي حملې مسولیت په غاړه اخیستی.

د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، د کابل په شمال کې د پروان ولایت د بګرام هوایي ډګر کې ته څېرمه د نن سهار په موټر بمب برید کې یوه ښځه وژل شوې او تر ۹۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د بګرام پوځي چارواکي وايي، د ټپیانو ډېره برخه ولسي وګړي دي. طالبانو ددي حملې مسولیت په غاړه اخیستی.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هم په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په دې حمله کې هېڅ امریکایي او د ناټو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې نه ده.

نن د سهار د شپږو بجو په شاوخوا کې د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ هوايي ډګر د یو موټر بمب حملې هدف وګرځېد.

امنیتي مسوولین وایي چې بریدګرو په مازدا ډولو موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او تکل یې درلود چې له دې حملې وروسته د بګرام هوایي ډګر ته ننوځي.

د طالبانو دغه موټربم برید د بګرام هوايي ډګر شاوخوا ودانۍ او د خلکو کورونه ویجاړ کړي دي.
د طالبانو دغه موټربم برید د بګرام هوايي ډګر شاوخوا ودانۍ او د خلکو کورونه ویجاړ کړي دي.

د بګرام د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکز قوماندان جنرال الوزي احمدي ازاډي راډيو ته وویل، په دې حمله کې ۹۰ کسان ټپیان او یوه مېرمن ووژل شوه.

هغه وویل: "زیاته مرګ ژوبله او زیانونه عامو خلکو ته اوښتي. کورونه د انتحاري موجونو له امله ویجاړ شوي. بریدګر په هغه ځای کې ځای پر ځای شوي دي چې له څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده. هغوی غوښتل له همدې لارې بګرام ته ننوځي، خو ویې نه شوای کړای."

د ګرجستان د د فاع وزارت تائيد کړې چې په دې برید کې يې پنځه عسکر برسیرن ټپي شوې دي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې موټربمب برید د بګرام هوایي ډګر سیمه کې یو روغتیایي مرکز چې خلکو ته د مرستو لپاره جوړ شوی وو، هدف ګرځولی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې حمله کې امریکایي او د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پوځي چارو کارپوه عبدالباري عارض په قطر کې د سولې د خبرو اترو پر پروسې د دغې حملې د اغیز په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د دغې حملې اغیز په دوحه کې د سولې د مذاکراتو باندې به ښایي دومره نه وي، ځکه په هغه توافق کې چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ په کې اوربند دی، تر اوسه لاسلیک شوی نه دی."

طالبانو ددې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی. ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیام کې ویلي چې په دې برید کې لسګونه بهرني او دولتي عسکر وژلي او بګرام هوايي ډګر ډېرې ودانۍ یې نړولي دي.

XS
SM
MD
LG