د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

د دوحې مذاکرات؛ د امریکا او طالبانو د تېرو خبرو دوام که نوی پړاو؟


د امریکا او طالبانو مذاکرات تر شاوخوا درېیو میاشتو ځنډ وروسته پرون له سره پيل شوې.
د امریکا او طالبانو مذاکرات تر شاوخوا درېیو میاشتو ځنډ وروسته پرون له سره پيل شوې.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه د افغانستان حکومت او طالبان بېلابېل نظرونه لري. ارګ وايي، دا د مذاکراتو نوی پړاو دی، ځکه چې د کابل پر ځینو شرطونو هم په کې بحث کېږي، خو طالبانو یې د درېدلو خبرو دوام ګڼي.

د امریکا او طالبانو مذاکرات تر شاوخوا درېیو میاشتو ځنډ وروسته پرون له سره پيل شوې. د پرون ورځې د بحث تمرکز هم د تاوتریخوالي پر کمېدو و، ترڅو اوربند او د سولې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د حکومت یو شرط دا دی چې طالبان لږ ترلږه یو میاشت اوربند ومني، په داسې حال کې چې طالبانو تل له کابل سره هرډول خبرې رد کړې دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني یوه ویاند لطیف محمود ازادي راډیو ته وویل، د دوحې خبرې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو یو نوی پړاو دی. د هغه په خبره په دې مذاکراتو کې د افغانستان د حکومت پر شرطونو هم بحث کېږي.

هغه وویل: "د خبرو پخوانی پړاو د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا لغو شو او هغه وویل چې مذاکرات مړ شول. بیا بحثونه د خبرو د نوي پړاو په اړه وشوې، ځکه موږ د مذاکراتو نوي پړاو ته د "تاوتریخوالي کمېدو، اوربند او د تروریزم پټنځایونو ته د پاملرنې" له شرطونو سره ژمن یو. په دې اړه د امریکا او ستراتیژیکو ملګرو ژمنو ته معتقد یو."

د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات د سپټمبر په لومړیو کې تر یوه ځانمرګي برید وروسته، داسې مهال لغوه شوې چې دواړه لوري په اصولو کې یوې موافقې ته رسېدلي وو.

دغه مذاکرات پرون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په مشرۍ امریکايي لوري او طالب استازو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له سره پیل شوې.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د افغانستان د حکومت د نظر خلاف پر خپل ټویټر لیکلي؛ دغه مذاکرات له هغه ځایه شروع شوي، په کوم ځای کې چې په ټپه درېدلې وې.

ښاغلی شاهین وایي، د حقاني شبکې مهم غړی انس حقاني چې څه موده وړاندې له زندان څخه ازادی شو، هم د خبرو اترو په دغه پړاو کې ګډون لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عطاو الرحمن سلیم په دغو مذاکراتو کې د انس حقاني ګډون مهم بولي او وايي چې د خبرو پر پایلو به مثبت اغېز ولري.

ښاغلي سلیم وویل: "طالبان د پخوا په پرتله دا ځل ډېر نرم شوي او د قطر له مذاکراتو به لږ تر لږه ښه پایله ترلاسه شي. شاید انس حقاني د خلکو دردونه او کړاوونه ښه درک کړي وي او وتوانیږي چې د سولې په خبرو اترو کې ښه رول ولوبوي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات وروسته له هغه د امریکا د ولسمشر له خوا لغوه شول چې طالبانو کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل.

د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو بېرته پیلېدو یو ځل بیا په افغانستان کې د خلکو ترمنځ د جګړې ختمېدو او د سولې ټینګښت ته هیلې راټوکولي دي.

XS
SM
MD
LG