د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

له زده کوونکي د جنسي استفادې ادعاوې؛ لویې څارنوالۍ څېړنې پيل کړي


د لوګر دوو مدني فعالانو څو اونۍ وړاندې ادعا وکړه چې د دغه ولایت په یو شمېر ښوونځيو کې له زده‌کوونکو هلکانو د ځینو ښوونکو له لوري جنسي استفاده شوې ده.
د لوګر دوو مدني فعالانو څو اونۍ وړاندې ادعا وکړه چې د دغه ولایت په یو شمېر ښوونځيو کې له زده‌کوونکو هلکانو د ځینو ښوونکو له لوري جنسي استفاده شوې ده.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د لوګر ولایت په ځینو ښوونځیو کې له زده کوونکو د جنسي استفادې د ادعاوو د حقیقت موندنې په هدف، ددغې ادارې د یوه مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ګمارل شوی او خپلې څېړنې یې پیل کړې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د چهارشنبې په ورځ (قوس ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل، د ارزوونکي پلاوي موندنې به ډېر ژر له خلکو سره شریکې شي.

ښاغلي رسولي وویل: "د افغانستان لوېې څارنوالۍ د لوګر ولایت له زده کوونکو سره د جنسي چلند په اړه د ګاردین ورځپاڼې د راپوراو د څو تنو اطلاع ورکوونکو د ادعا د ارزونې لپاره یو پلاوی ټاکلي دی چې موضوع په هراړخېزه توګه وڅیړي. کله چې دپلاوي کارپرمخ ولاړ، له رسنیو او درسنیو له لارې به له خلکو سره شریک شي."

مخکې له دې د ماشومانو د حقونو ملاتړو فعالانو د یوې اعلامېې په خپرولو سره، له حکومت نه ددغې موضوع ارزول غوښتي وو.

د لوګر دوو مدني فعالانو موسی محمودي او احسان‌الله حمیدي څو اونۍ وړاندې ادعا وکړه چې د دغه ولایت په یو شمېر ښوونځيو کې له زده‌کوونکو هلکانو د ځینو ښوونکو له لوري جنسي استفاده شوې ده.

د ملي امنیت ریاست محمودي او حمیدي د څو ورځو لپاره ونیول، خو بشري حقونو د ملاتړو ملي اونړیوالو بنسټونو له اعتراضونو وروسته او د ولسشمر اشرف غني په سپارښتنه یې هغوی خوشي کړل او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ته یې وسپارل.

د ښاغلي محمودي خپلوان چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي وویل، له محمودی سره اړیکي لري، روغ او په یوه خوندي ځای کې دی.

په ورته وخت کې د احسان الله ورور نجیب الله حمیدي ازادی رادیو ته وویل، دغه موضوع باید د لوېې څارنوالۍ لخوا ژر وارزول شي چې برخه لیک يې روښانه شي.

هغه وویل: "کله چې له موږ سره اړیکي نیسي وايي، له محمودي سره په خوندي ځای کې دی. خو موږ اندیښمن یو. دغه قضیه باید ډیر ژر روښانه شي، لامل یې څه دی چې ښاغلی محمودي او احسان الله حمیدي نه شي خوشې کیدلی."

مخکې له دې ولسي جرګې، د پوهنې وزارت او د لوګر ولایت چارواکو هم د یادې قضېې د څېړلو لپاره یو پلاوی ګمارلی و.

خو د دغه پلاوي غړي وايي، څېړنو یې وښوده چې د لوګر ولایت د ځینو ښوونځیو له زده کوونکو څخه د جنسي استفاده په تړاو شوې ادعاوې ناسمې دي.

XS
SM
MD
LG