د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

'لوېدیځو ډیپلوماتانو د لوګر مدني فعالانو سره د ملي امنیت چلند غندلی'


په کابل کې د امریکا سفیر جان بس
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

د لوګر د هغو مدني فعالانو سره چې د دې ولایت په ښوونځیو کې یې د جنسي ځورونې موضوع راپورته کړه د ملي امنیت چلند او د هغوی څخه اعتراف اخیستل په کابل کې د امریکا د سفیر په شمول د لوېدیځو ډیپلوماتانو له سخت انتقاد سره مخ شوي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د لوګر ولایت له دې مدني فعالانو سره د ملي امنیت چلند او د هغوی څخه اعتراف اخیستل غندلي.

نوموړي د سې شنبې په ناوخته پر خپل ټویټر د افغانستان د ملي امنیت د ادارې دا چلند د شوروي د وخت د ملي امنیت چلند ته ورته بللی دی.

جان بس پر خپل ټویټر لیکلي: "په شدت سره هغه تاکتیکونو نارامه کړي یوو چې د شوروي د وخت د ملي امنیت تاکتیکونو ته ورته دي."

په کابل کې د امریکا سفیر په وینا دا ویروونکې ده چې د مدني ټولنې له هغو فعالانو څخه په زور او تهدید اعتراف اخیستل کېږي چې هدف‌یې د افغان ماشومانو خوندیتوب دی.

د افغانستان ملي امنیت ادارې د لوګر د مدني فعال موسی محمودي او د هغه د همکار احسان حمیدي هغه وېډیو له رسنیو سره شریکه کړې په کومه کې چې دوی په ښوونځیو کې د جنسي ځورونو په اړه خپل وروستي راپور له تېروتنو ډک او نیمګړی بولي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د سې شنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې د دې راپور له خپرېدو وروسته، د موسی محمودي او احسان حمیدي پر وړاندې ګواښونه و، نو له همدې کبله یو خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له دې قضیې سره د ملي امنیت چلند ناسم بللی دی.

د افغانستان د ارګ ماڼۍ انځور
د افغانستان د ارګ ماڼۍ انځور

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه د ولسمشر غني له خولې وايي چې له دې قضیې سره د ملي امنیت د چلند له خبرېدو وروسته سمدستي له دې سره مخالفت کړی او د ملي امنیت له ادارې یې غوښتي چې د دې مدني فعالانو د خوندیتوب قضیه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.

ولسمشر غني ویلي، د دا ډول ادعاوو په اړه څېړنې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او لویې څارنوالۍ کار دی او په عین حال کې د مدني فعالانو د امنیت خوندیتوب د حکومت په ځانګړې توګه د کورنیو چارو د وزارت دنده ده.

تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري ویلي وو چې د افغانستان د ملي امنیت اداره د موسی محمودي او احسان‌الله حمیدي د نیولو حق نه‌لري او هغه اعترافونه چې له دوی په زور اخیستل شوي د باور وړ نه‌دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا چاره د افغانستان د قوانینو او د بشري حقونو د معیارونو خلاف بللې او له چارواکو یې غوښتي چې دواړه فعالان دې زر تر زره خوشې کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر په یو بل ټویټ کې لیکلي چې د دې قضیې په اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د دریځ ملاتړ کوي.

په کابل کې د جرمني سفیر پیټر پروګل هم پر خپل ټویټر دا افغانستان د ملي امنیت د ادارې له‌خوا د دې دوو مدني فعالانو نیول د شرم وړ بللي دي.

په کابل کې د هالند سفارت هم د لوګر د دوو مدني فعالانو نیول غیر قانوني بللي.

د دې سفارت په رسمي ټویټر د دې دواړو د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه شوې.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې ویلي، هیله‌من دی چې د دې دوو فعالانو د خوشې کېدو په اړه د دوی غوښتنې ته درناوی وشي.

تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي موسی محمودي او احسان‌الله حمیدي د تېرو شپږ ورځو راهیسې د افغانستان د ملي امنیت ریاست له‌خوا په کابل کې نیول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان
د بخښنې نړیوال سازمان

د دې سازمان د افغانستان د برخې مسؤله حوریه مصدق وايي، د ملي امنیت ریاست په دې اړه د دوی رسمي لیک ته ځواب نه‌دی ویلی.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG