د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

بشر حقونو کمېسیون: لوګر کې د جنسي تیریو قضیې ارزولو په هدف پلاوی ټاکوو


په دغه پلاوي کې به په موضوع کې ښکېلې ټولې خواوې شاملې وي.
په دغه پلاوي کې به په موضوع کې ښکېلې ټولې خواوې شاملې وي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، ډیر ژر به د کمېسیون په چوکاټ کې، په لوګر ولایت کې پر ماشومانو د جنسي تېري د قضیې د ارزولو په هدف، یو پلاوی وګمارل شي.

په لوګر ولایت کې له سلګونو ماشومانو نه جنسې ګټه اخیستنه، د بشري حقونو پرموضوع بدله شوې ده.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې د دغې ادعا د ارزولو لپاره یو پلاوی وګماري.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور د یکشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، په دغه پلاوي کې به په موضوع کې ښکېلې ټولې خواوې شاملې وي.

هغه زیاته کړه: "دغه مسئله ایجابوي چې په هراړخیزه او اساسي توګه وارزول شي، په همدې دلیل د بشرد حقونو خپلواک کميسیون، دقضېې د کره ارزونې لپاره په نږدې راتلونکې کې یو هر اړخیز پلاوی ټاکي."

ښاغلی مشکور وايي، که څه هم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې موضوع د ارزولو مسوولیت لوېې څارنوالۍ او د بشرد حقونو خپلواک کمېسیون ته سپارلی خو، په دغه پلاوی کې باید نور بنسټونه هم شامل شي.

په لوګر ولایت کې له ماشومانو نه د جنسې استفادې په اړه د موسی محمودي او ملګري یې احسان الله حمیدي له د څېړنیز راپور له خپریدو وروسته، ملي امنیت دواړه ونیول.

خو د بشر د حقونو د ملاتړو ملي او نړیوالو بنسټونو له اعتراضونو وروسته، د ښاغلي غني په سپارښتنه دغه کسان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون ته وسپارل شول.

اوس د ماشومانو د حقونو یو شمیر فعالان له حکومت نه د دغې موضوع ارزول غواړي.

د چهارمغز د بنسټ رییسه فرشتې کریم ازادي رادیو ته وویل: "لومړی دې د خپلواک کمېسیون په مشرۍ یوه خپلواکه کمېټه جوړه شي چې دغه مسئله په جدي توګه وارزول شي او لوګر پورې دې محدوده نه شي، بیا دې دغه پلاوی ولایتونو ته هم لاړشي ځکه دغه ستونزه جدي ده او په نورو ولایتونو کې یې د موجودیت امکان ډیر دی."

په ورته وخت کې د « نجیبه » بنسټ موسس حسین رضايي ازادي رادیو ته وویل، په لوګر ولایت کې دې له ماشومانو نه د جنسي استفادې عاملین ډیر ژر د قانون منګلو ته وسپارل شي او د یو شفاف بهیر له لارې دې محاکمه شي چې د ده په خبره نورو ته عبرت ورګرځي.

XS
SM
MD
LG