د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

'لوګر کې له ځینو زده‌کوونکو د جنسي استفادې راپور دې یو ګډ کمېسیون وڅېړي'


د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور وايي، دوی د دغې مسئلې جدي څېړنه غواړي.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور وايي، دوی د دغې مسئلې جدي څېړنه غواړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه کړې چې یو ځانګړی کمېسیون دې د لوګر په یو شمېر ښوونځیو کې له زده‌کوونکو هلکانو د جنسي ناوړه استفادې په اړه راپور وڅېړي.

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور پرون (قوس/ لېندۍ ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان ولسمشر د دې مسئلې څېړنه دوی او لویې څارنوالۍ ته سپارلې، خو دوی غوره ګڼي چې نورې ادارې هم په‌کې شاملې شي.

ښاغلي مشکور وویل: "ولسمشر پر ټویټر په خپل پیغام کې دا مسئله موږ او لویې څارنوالۍ ته حواله کړې، خو په دې ترکیب کې باید د مدني ټولنو استازي، د پوهنې وزارت او حتی د ملي شورا د بشري حقونو د کمېسیون استازي شامل وي."

نوموړي وویل، د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د دغې مسئلې جدي څېړنه غواړي.

د ملي امنیت ریاست له څو ورځې توقیف وروسته پرون (قوس ۶مه) موسی محمودي (کیڼ) او احسان‌الله حمیدي د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ته وسپارل.
د ملي امنیت ریاست له څو ورځې توقیف وروسته پرون (قوس ۶مه) موسی محمودي (کیڼ) او احسان‌الله حمیدي د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ته وسپارل.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د لوګر دوه مدني فعالان چې د زده‌کوونکو د جنسي استفادې موضوع‌یې راپورته کړې وه، له څو ورځې بند وروسته د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ته وسپارل.

محمد موسی محمودي او احسان‌الله حمیدي د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیر سره د کتنې لپاره پر لاره وو چې دولتي ځواکونو ونیول.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وویل چې هغوی یې د دې لپاره نیولي وو چې د راپور تر خپرېدو وروسته‌یې ژوند له ګواښ سره مخامخ و. د ملي امنیت ریاست د محمودي او حمیدي د خبرو یوه وېډیو هم پر ټولنیزو رسنیو خپره کړه.

محمودي په دغه وېډیو کې پر دې چې د لوګر په یو شمېر ښوونځیو کې یې پر زده‌کوونکو هلکانو د جنسي تېري په اړه معلومات رسنیو ته ورکړي، پښېماني څرګنده کړه او خپل راپور یې ناقص او له تېروتنو ډک یاد کړ.

لا څرګنده نه‌ده چې دغه اعتراف له هغه په کوم حالت کې اخیستل شوی.

د بریتانیا ګاردین ورځپاڼې د لوګر ولایت د مدني ټولنې د تحقیق پر اساس یو راپور خپور کړ چې د "بچه‌بازانو" یوې کړۍ دغه ولایت کې په شپږو ښوونځيو کې له ۵۴۶ زده‌کوونکو جنسي استفاده کړې ده.
د بریتانیا ګاردین ورځپاڼې د لوګر ولایت د مدني ټولنې د تحقیق پر اساس یو راپور خپور کړ چې د "بچه‌بازانو" یوې کړۍ دغه ولایت کې په شپږو ښوونځيو کې له ۵۴۶ زده‌کوونکو جنسي استفاده کړې ده.

د وېډیو په اړه په افغانستان کې د امریکا سفیر، د بخښنې نړیوال سازمان او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون شدید غبرګون وښود او د لوګر د دغو مدني فعالانو په اړه‌یې جدي اندېښنه څرګنده کړه.

په افغانستان کې د امریکا سفیر، جان بس د سې شنبې په ورځ ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې له لوري د خپرې شوې وېډیو محتوا د پخواني شوروي د استخباراتو د ادارې چلند ته ورته برېښي.

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني هم د ملي امنیت ریاست چلند ناسم بللی و.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا د برخې مسئولې پاتریشیا ګاسمن واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، د بشري حقونو د دوو داسې فعالانو نیول چې د ماشومانو په جنسي ناوړه استفاده کې ښکېل حکومتي چارواکي او ښوونکي یې رسوا کړل، د قاصد د وژلو معنی لري.

XS
SM
MD
LG