د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۴۳

له زده کوونکو جنسي استفاده؛ 'که د لوګر مدني ټولنې رئیس خپله ادعا ثابته نه کړي سزا ویني'


د لوګر والي محمد انور اسحق زي وویل، هغه پلاوی چې د دغه تحقیق د ارزولو لپاره ټاکل شوی تر دې دمه نه دی توانېدلی چې د لوګر د مدني ټولنې له رئیس سره خبرې وکړي.
د لوګر والي محمد انور اسحق زي وویل، هغه پلاوی چې د دغه تحقیق د ارزولو لپاره ټاکل شوی تر دې دمه نه دی توانېدلی چې د لوګر د مدني ټولنې له رئیس سره خبرې وکړي.

د لوګر والي ویلي، که د دغه ولایت د مدني ټولنې د رییس له لوري په یو شمېر ښوونځيو کې د جنسي استفادې په اړه د څېړنې موندنې غلطې ثابتې شي، نو سزا به وګوري.

د لوګر ولایت د مدني ټولنې د یوه تحقیق له مخې، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې په شپږو ښوونځيو کې د ځینو ښوونکو له لوري له شاوخوا ۵۰۰ نارینه زده کوونکو جنسي استفاده شوې.

د لوګر والي محمد انور اسحق زي ازادي راډيو ته وویل، هغه پلاوی چې د دغه تحقیق د ارزولو لپاره ټاکل شوی تر دې دمه نه دی توانېدلی چې د مدني ټولنې له مشر سره خبرې وکړي.

ښاغلي اسحق زي وویل چې په دغه راپور کې مطرح شوې ادعا ګانې ناسمې دي او باید د لوګر ولایت د مدني ټولنې رئیس محمد موسی محمودي چې دغه راپور یې رسنیو ته ورکړی، دا ادعاوې ثابتې کړي.

د نوموړي په خبره، ټاکل شوی حکومتي پلاوی لا نه دی توانېدلی چې له ښاغلي محمودي سره تماس ونیسي.

هغه زیاته کړه: "دا د ښوونځي پر معصومو هلکانو یو ستر تور دی او د بخښلو وړ نه دی. که د مدني ټولنې رئیس دغه ادعا ثابته کړه، مرتکبین به یې لویې څارنوالۍ ته وروپېژنو او که یې خپله دا تور لګولی وو، دی به څارنوالۍ ته معرفي کړو."

د بریتانیا ګاردین ورځپاڼې د لوګر ولایت د مدني ټولنې د تحقیق پر اساس یو راپور خپور کړ چې د "بچه بازانو" یوې کړۍ دغه ولایت کې په شپږو ښوونځيو کې له ۵۴۶ زده کوونکو جنسي استفاده کړې ده.
د بریتانیا ګاردین ورځپاڼې د لوګر ولایت د مدني ټولنې د تحقیق پر اساس یو راپور خپور کړ چې د "بچه بازانو" یوې کړۍ دغه ولایت کې په شپږو ښوونځيو کې له ۵۴۶ زده کوونکو جنسي استفاده کړې ده.

په دې وروستیو کې ګاردین ورځپاڼې د لوګر ولایت د مدني ټولنې د شبکې د تحقیق پر اساس یو راپور خپور کړ چې د "بچه بازانو" د یوې کړۍ له لوري د لوګر ولایت په شپږو ښوونځيو کې له ۵۴۶ زده کوونکو جنسي استفاده شوې ده.

په دې راپور کې ادعا شوې، پر هغو ماشومانو چې جنسي تېري شوي، د هغوی د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته پنځه ماشومان د خپلو کورنیو له لوري وژل شوي دي.

د دغه راپور له مخې، له هغې وروسته چې په ښوونځیو کې د جنسي تېریو موضوع په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، ۲۵ کورنۍ دې ته اړ شوې چې نورو ولایتونو ته کډه شي.

د ګاردین ورځپاڼې په راپور کې راغلي، د لوګر مدني ټولنې دغه مسئله له هغه وروسته افشا کړه چې په دې اړه یې نږدې ۱۰۰ویډیو ګانې له خواله رسنیو تر لاسه کړې.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت د لوګر د مدني ټولنې شبکې دغه تحقیق ته د شک په سترګه ګوري.

د دغه وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، هغه څه چې دغې شبکې خپاره کړي، یو بشپړ تحقیق نه دی ځکه د نوموړې په خبره، د څېړنې شېوه کافي اسناد او دا چې په دغه تحقیق کې له څو کسانو سره خبرې شوي، څرګنده نه ده.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت

د اغلې نضهت په خبره، له دې سربېره د دغو ادعاګانو د څېړلو لپاره یو پلاوی له کابل نه لوګر ته تللی دی. هغې زیاته کړه: "موږ په دې اړه ادعاګانې ردوو، خو په اړه یې تحقیق کوو. وروسته به خپلې موندنې له رسنیو سره شرېکې کړو."

ازادۍ راډيو هڅه وکړه چې د لوګر ولایت د مدني ټولنو شبکې له رئیس محمد موسی محمودي سره خبري وکړي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان په لوګر ولایت کې د ښوونځیو پر زده کوونکو د جنسي تېري په اړه خپور شوی تحقیق بوږنونکی بولي.

د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي راډيو ته وویل، په دغو شان قضیو کې دا راپور خپرول بې ساری نه دی او د ا فغانستان حکومت یې باید عاملینو ته سزا ورکړي.

XS
SM
MD
LG