د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

ولسمشر اشرف غني ننګرهار کې د داعش ډلې لمنځه تللو اعلان وکړ


ولسمشر محمد اشرف غني نن (عقرب ۲۸مه) اعلان وکړ چې ننګرهار کې د داعش ډله ختمه شوې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني نن (عقرب ۲۸مه) اعلان وکړ چې ننګرهار کې د داعش ډله ختمه شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ (عقرب/لړم ۲۸مه) اعلان وکړ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او د ولسي پاڅون په نتیجه کې د اسلامي دولت (داعش) ډله په ننګرهار کې په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

ښاغلي غني په ننګرهار کې د یوې غونډې پر مهال د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون ستاینه وکړه او ویې ویل:" هغه څه چې په لویو بمونو، د کومانډو په عملیاتو او هوايي حملو ونه شول نن تاسې په تدبیر عملي کړ. یو کال وړاندې هیچا دا نه شوای ویلای چې نن به موږ راټولیږو او د الله شکر به وباسو او اعلان به کوو چې داعش مو ختم کړ."

دوه ورځې وړاندې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه د داعش ۶۲۵ غړي تسلیم شوي چې د هغوی په منځ کې ۲۲۵ جګړه ‌مار، ۱۹۰ ښځې او ۲۰۸ ماشومان شامل دي.

په افغانستان کې د داعش پیدایښت او له لوري يې لويې پېښې:

نږدې څلور کاله وړاندې په ۲۰۱۵ میلادي کال کي داعش ډله د ننګرهار ولایت په شینوارو په ولسوالیو راڅرګنده شوه او خوځښتونه یې پیل کړل.

د افغانستان امنیتي مسؤلینو د معلوماتو له مخي، دغې ډلې په لومړي سر کې د ننګرهار ولایت په هسکه مینه، دوربابا، اچین او کوټ ولسوالیو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول.

ننګرهار کې تسلیم شوي داعش اورپکي
ننګرهار کې تسلیم شوي داعش اورپکي

که څه هم د ۲۰۱۷ کال په اپرېل میاشت کې د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دغې ډلې پر ضد د بمونو مور په نامه یو ستر غیرهستوي بم هم استعمال شو، خو د دغه ډلې فعالیت يې کمزوری نه کړ.

دغې ډلې په کابل او ننګرهار کې په لویو خونړیو پېښو کې لاس درلود چې ګڼو ملکي افغانانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

داعش د ننګرهار په اچین کې قومي مشران په بمونو والوزول، دغه شان يې د جلال اباد په ښار کې هدفي وژنو او انتحاري حملو کې هم لاس درلود.

له ننګرهاره وراخوا په کابل کې هم دغې ډلې د ګڼو خونړیو حملو مسولیت منلی چې تر ټولو وروستۍ پېښه یې د کابل په لویدیځ کې د واده په مراسمو انتحاري حمله وه چې ګڼو ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د تسلیم شویو داعشیانو برخلیګ:

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار په غونډه کې وویل چې د تسليم شويو داعش وسله والو له ښځو او ماشومانو سره د اسلامي او افغاني دود له مخې چلند کيږي.

ښاغلي غني وویل چې د داعش له کورنيو او بهرنيو جنګياليو سره به د تفکيک له مخې چلند وشي او په دې برخه کې د ولسونو هر ډول پرېکړه ورته د منلو وړ ده، خو د پښتونخوا د میرمنو او ماشومانو په اړه يې وویل چې دوی د پاکستان حکومت ته نه بلکې خپلو خپلوانو ته سپارل کیږي.

هغه وویل: "زه غواړم چې د داعش له تسلیم شویو میرمنو او ماشومانو سره پښتني، افغاني او اسلامي چلند وشي، او طریقه يې تاسې له نورو قومونو سره که وزیرستان کې وي او که په خیبر کې وي جوړه کړئ. زه دوی پاکستان ته نه ورکوم بلکې خپلو خپلوانو ته يې سپارم او د جنګیالیو په برخه کې تاسې پرېکړه وکړئ. زه ستاسې پرېکړه تاييدوم."

ننګرهار کې حکومت ته د داعش تسلیم شویو وسله والو د کورنۍ غړي
ننګرهار کې حکومت ته د داعش تسلیم شویو وسله والو د کورنۍ غړي

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د تسلیم شویو داعشیانو د څېړنو په اړه یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی چې د هریوه تسلیم شوي داعشي په اړه څېړنې وکړي.

د دې شورا ویاند کبیر حقمل ازادي راډيو ته وویل، دا لا نه ده معلومه چې دغه کسان به زندان ته ځي او که به خوشې کیږي.

خو دی وايي که بهرني داعشیان خپلو هېوادونو ته استول کیږي، نو په دې بحثونه کیږي چې د کومو ډیپلوماتیکو اصولو له مخې واستول شي.

ښاغلي حقمل زیاته کړه: " زه فکر کوم چې دا به د اوس لپاره وختي وي چې وویل شي دوی به راځي او بې حسابه به خوشې کیږي. بلکې د دوی یوه ژوره مطالعه کیږي د همدې مطالعې او د افغانستان د قانون په رڼا کې به ورسره چلند کیږي."

ښاغلی حقمل وايي، د ټولو تسلیم شویو داعشیانو په اړه څېړنې روانې دي، تر څو معلومه شي چې په دوی کې څومره بهرنیان دي او څومره يې داخلي دي.

هغه وویل، د د اعشیانو د تسلیمۍ دغه لړۍ لا هم روانه ده او شاید د تسلیم شویو داعشیانو شمېر له زرو تنو واوړي.

له ننګرهار وروسته په کونړ کې د داعش فعالیت او اندېښنې:

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي داعش په دې هېواد کې مات شوی، خو لا هم د یو خطر په توګه موجود دی.

ښاغلي حقمل وویل، د دغې ډلې د ځپلو او له منځه وړولو عملیات لا هم روان دي، خو د هغه په خبره، مهمه داده چې پر دغې ډلې بهرنۍ مرستې بندې شي.

که څه هم د افغانستان حکومتي چارواکي په ننګرهار کې د داعش ډلې د بشپړې ماتې خبر ورکوي، خو په ولسي جرګه کې د کونړ یو شمېر استازي وايي چې له ننګرهاره وروسته، دغې ډلې اوس د کونړ په یو شمېر سیمو کې فعالیتونه پیل کړي دي.

د ولسي جرګې غړي نعمت الله کریاب ازادي راډيو ته وویل؛ داعش وسله والو د کونړ، په پیچ دره، د ماڼوګي، څوکۍ او نور ګل په ځینو سیمو ګواښونه رامنځته کړي دي.

هغه زیاته کړه: " دغه وسله واله ډله له څو میاشتو راهیسې د کونړ په پیج دره، ماڼوګي ولسوالۍ، چپې درې ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې دغه شان د نور ګل په مزار دره او یو شمېر نورو سیمو کې فعاله ده او عملا جګړه کوي، نو دا خو طبیعې ده چې په یو ځای کې پرې فشار راشي دوی به نورو سیمو ته ځي او بیا د ننګرهار او کونړ ترمنځ تګ راتګ په ډېرې اسانۍ کېدای شي، نو ویلای شو چې داعش په ختیځ کې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی."

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال هم د کونړ په یو شمېر سیمو کې د داعش حضور تاييدوي، خو وايي چې دوی يې پر وړاندې جدي دي او دغې ډلې ته به په کونړ کې د مرکزونو جوړولو اجازه ورنه کړي.

ښاغلي میرزکوال زیاته کړه: "لکه څنګه چې په ننګرهار کې دغه ډله د ختمېدو په حال کې ده؛ موږ هڅه کوو چې په کونړ کې هم ضربه ورکړای شي. ډېر ژر به د دوی پر ضد پوځي عملیات پیل شي."

خو د ولسي جرګی غړی نعمت الله کریاب وايي، د دغه ډلې د مرکزیت لپاره د ننګرهار په نسبت کونړ مساعده سیمه ده او باید حکومت يې له لومړي سره په وړاندې هوايي عملیات وکړي.

ښاغلی کریاب اندېښنه څرګندوي چې که د افغانستان امنیتي ځواکونه په کونړ کې داعش ډله په لومړي سر کې له منځه یونسي، نو وروسته يې ماتول خورا ستونزمن کار دی.

XS
SM
MD
LG