د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

افغان چارواکو په ننګرهار کې د داعش د ماتې خبر ورکړ


امریکایي ځواکونو په تېر کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د دې ډلې پر یوه مهم مرکز د بمونو د مور په نوم یو بم هم غورځولی و.
امریکایي ځواکونو په تېر کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د دې ډلې پر یوه مهم مرکز د بمونو د مور په نوم یو بم هم غورځولی و.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د ننګرهار چارواکي په دې ولایت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ماتې خبر ورکوي.

مسعود اندرابي دغه څرګندونې پرون یکشنبه د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې په یوه خبري غونډه کې وکړې او ویې‌ویل چې په ننګرهار کې د سخت دریځو وسله‌والو پر ضد د روانو پوځي عملیاتو په نتیجه کې داعش ډله په دې ولایت کې ماته شوې، مرکزونه‌یې له‌منځه وړل شوي او کوم یو مرکز یې که پاتې هم وي هغه به هم د خلکو په مرسته له‌منځه یوړل شي.

ښاغلي اندرابي دغه‌راز وویل چې د دې ډلې وسله‌وال په وړو ګروپونو کې ځانونه په ننګرهار کې دولت ته تسلیموي او په نورو ولایتونو کې به هم د داعش وړې ډلې له‌منځه یوړل شي.

د کورنیو چارو د سرپرست وزیر له دې څرګندونو مخکې د تېرې جمعې په ورځ د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم له ازادي راډیو سره په مرکه کې ورته خبره کړې وه او ویلي و چې د ننګرهار ولایت ډېرې سیمې چې هغه په سلو کې ۹۵ یادې کړي، د داعش او وسله‌والو طالبانو له حضوره پاکې شوې دي.

ښاغلي میاخېل هغه سیمې چې تر اوسه په‌کې د دولت وسله‌والې مخالفې ډلې فعالې دي، په ګوته کړې.

هغه زیاته کړه: "اوس ننګرهار تقریباً ۹۵ سلنه له طالب او داعش ټولو نه پاک شوی دی، یوازې د حصارک ولسوالۍ پاتې ده، یو څو سیمې په خوګیاڼو کې او دغه د سپین غره په لمن کې یو دوه، درې نقطې پاتې دي چې هغې ته هم موږ پلان لرو چې په خپل نوبت سره به هغه عملي کوو."

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې امریکایي ځواکونو چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش فعالیتونه له نږدې څاري او په تېر کې یې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د دې ډلې پر یوه مهم مرکز د بمونو د مور په نوم یو بم هم غورځولی و، د افغانستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د دغې ادعا په اړه چې داعش ډله په ننګرهار کې ماته شوې، له څرګندونو ډډه وکړه، خو دې اژانس د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نظر را اخیستی چې ویلي یې دي، د دې ډلې غړي وارخطا شوي او ځانونه دولت ته تسلیموي.

خوګیاڼي وویل چې د شنبې په ورځ هم د داعش ۳۲ وسله‌وال په دې ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې داعش په دې وروستیو میاشتو کې سخت ځپل شوی او پر دې سربېره چې په عراق او سوریه کې یې له خپل ځانه اعلان شوی خلافت نړېدلی، تېره میاشت په سوریه کې د دې ډلې د پخواني مشر ابوبکر البغدادي په وژل کېدو سره هم دا ډله ډېره کمزورې شوې ده.

د فرانس پرس په لیکنه که څه هم د البغدادي او په افغانستان کې له داعش سره د تړلو وسله‌والو چې د داعش د خراسان څانګې په نوم یادېږي، ترمنځ اړیکه تل مبهمه وه، خو د ننګرهار د والي ویاند ښاغلی خوګیاڼی وایي، د البغدادي مړینې هم د دې ډلې د قوماندې او کنټرول تشکیلات مختل کړي دي.

ښاغلي خوګیاڼي تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "سره له دې چې د بغدادي له‌منځه تلو د داعش پر ډلې تقریباً اغېز کړی دوهمه موضوع زموږ د امنیتي ځواکونو پرله‌پسې عملیات دي چې په ټولو سیمو کې یې داعش له ماتې سره مخ کړ او هغوی یې اړ کړل چې یا له سیمې وتښتي او یا ځانونه حکومت ته تسلیم کړي."

خو ایا هغسې چې افغان چارواکي یې ادعا کوي داعش ډله په رښتیا په ننګرهار کې ماته شوې، د امنیتي چارو کتونکي ښایي دغه ادعا له مختلفو لورو وارزوي، خو د افغانستان د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز مرستیال حکمت اعظمي وايي چې په دې برخه کې باید له دقته کار واخیستل شي او په هر اړخیز ډول د وضعیت جاج واخیستل شي.

اعظمي تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "داعش تر نظامي فشار لاندې دی، مګر دا په هېڅ صورت په دې معنی نه‌دی چې متأسفانه دا ډله دې په هغه شکل باندې له‌منځه لاړه شي، زه فکر کوم چې اوس لاهم ډېرې زیاتې هڅو ته اړتیا شته دغه ترورېستي شبکه د افغانستان له خاورې پاکه شي."

ښاغلي اعظمي دغه‌راز وویل چې که په افغانستان کې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې خبرې نتیجه ورکړي، ښایي داعش هغه ډله وي چې د سولې له بهیر سره مخالف یا ناراضه وسله‌وال له دې ډلې سره یوځای شي او د افغانستان راتلونکې له امنیتي ګواښ سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG