ننګرهار یو وخت د اسلامي دولت ډلې یا داعش اصلي مرکز و او دې ډلې په تېره اچین ولسوالي د خپل خلافت پلازمېنه بلله.
خو چارواکي وايي چې د دې ډلې پرضد د پوځي عملیاتو له پیلېدو وروسته د داعش وسله وال سخت ځپل شوي او یو شمېر یې حتی قبایلي سیمو ته په شا شوي دي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د داعش وسله والو پرضد د عملیاتو او د دې ډلې د وضعیت په اړه له احمدتکل سره په مرکه کې معلومات ورکړي.
ښاغلی میاخېل د مرکې په پیل کې دې سوال ته ځواب وايي چې داعشیان د ننګرهار ولایت په کومو سیمو کې مات شوي دي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: