د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

په ننګرهار کې د داعش ۶۲۵ غړي تسلیم شوي


ننګرهار کې حکومت ته تسلیم شوي د داعش غړي
ننګرهار کې حکومت ته تسلیم شوي د داعش غړي

له ننګرهار څخه د رارسېدلو راپورونو له مخې، د داعش ډلې ډلې غړي د افغانستان حکومت ته تسلیمېږي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه پورې د داعش ۶۲۵ غړي تسلیم شوي چې د هغوی په منځ کې ۴۰۰ مېرمنې او ماشومان او ۲۲۵ جګړه‌مار دي.

په ختیځ کې د سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالهادي ترین پرون په جلال‌اباد کې یوې خبري غونډې ته د داعش د غړو د تسلیمېدو دلیل په شینوارو او شېرزاد ولسوالیو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات وبلل.

د ننګرهار والي ښاغلي میاخېل هم دا خبره تأیید کړه او ویې‌ویل: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اچین د ولس په ملاتړ د داعش پر ضد عملیات وکړل، د بندر او باغ درې له نیولو وروسته د داعش اکمالاتي لار بنده شوه او همدا دلیل په اچین کې د داعشیانو د له‌منځه تګ یا تسلیمېدو او یا تښتېدو سبب شو او د خراسان د اسلامي خلافت مرکز، راډیو او هر څه له‌منځه لاړل."

د ننګرهار والي او د امنیتي ادارو مسؤلین له خبریالانو سره د خبرو پر مهال
د ننګرهار والي او د امنیتي ادارو مسؤلین له خبریالانو سره د خبرو پر مهال

خو د ننګرهار امنیه قوماندان ایمل نیازي بیا د ننګرهار د خلکو همکاري مهمه وبلله، ویې‌ویل چې له امنیتي ځواکونو سره په عملیاتو کې د ولس له همکارۍ منندوی دی.

د ننګرهار چارواکي وايي چې د داعش په تسلیم شویو کسانو کې ۱۹۰ ښځې او ۲۰۸ ماشومان شامل دي.

دا چې د دغو کسانو د برخلیک په اړه به څه پرېکړه کېږي، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي: "دا کسان د اورکزیو، باجوړ او اپرېدو دي. ښځې او ماشومان‌یې چې پنجابیان دي، کابل ته لېږو او د سفارت له لارې به‌یې پروسه بشپړه شي، خو هغه ماشومان او ښځې چې افغانان دي، نیول شوي نه‌دي او پرېښي مو دي چې خپلو ولایتونو او سیمو ته لاړ شي."

وسله‌وال طالبان وايي چې د دوی فشار سبب شوی چې د داعش غړي حکومت ته تسلیم شي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی عبید شینواری دا مني چې طالبانو هم په ننګرهار کې د داعش له ډلې سره جګړې کړي او تر یوه حده‌یې پر دې ډلې فشار راوړی، خو وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو پوځیانو فشار د داعش غړي تسلیمېدو ته اړ ایستل.

هغه زیاته کړه: "له تقریباً یو نیم یا دوو کلونو راهیسې په اچین کې عملیات روان ول، امریکايي پوځیانو هم هلته اډه لري، خو اوس د داعش مرکزونه له‌منځه تللي، په وروستیو وختونو کې داعش تر سخت فشار لاندې و، خوراکي مواد نه‌وررسېدل."

راپورونه وايي چې د داعش د افغان غړو مېرمنو او ماشومانو ته اجازه ورکړل شوې چې خپلو ولایتونو او اصلي کورونو ته لاړ شي، خو د دې ډلې له بهرنیو غړو څخه د ملي امنیت د ریاست مأمورین پوښتنې ګروېږنې کوي.

د ننګرهار د والي په وینا په تسلیم شویو داعشیانو کې ۸۷ نارینه د پاکستان او نورو هېوادونو اتباع دي.

د تسلیم شویو داعشیانو د کورنۍ غړي
د تسلیم شویو داعشیانو د کورنۍ غړي

داعش ډلې په تېرو څو کلونو کې په ننګرهار او کابل کې د ګڼو خونړیو انتحاري حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG