د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

د پوهنې وزارت د نجونو میاشتني عادت په اړه د پوهاوي پروګرام پراخوي


میاشتنی عادت یا د وینې ضایع کول د یوې نجلۍ د بلوغ لومړنۍ نښه ده او د افغانستان په دودیزه ټولنه کې په دې تړاو خبرې کول لا هم شرم ګڼل کېږي.
میاشتنی عادت یا د وینې ضایع کول د یوې نجلۍ د بلوغ لومړنۍ نښه ده او د افغانستان په دودیزه ټولنه کې په دې تړاو خبرې کول لا هم شرم ګڼل کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت په ښوونځيو کې د نجونو د میاشتني عادت په اړه د پوهاوي پروګرام پراخولو خبره کوي.

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي دد نجونو روغتیا ورځې په نوم په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، د بلوغ او میاشتني عادت په اړه دوی یو لارښود پروګرام په پام کې نیولی دی.

هغه زیاته کړه: "نږدې ۱۱۰ زره جلده لارښودونه چاپ شوي او توانېدلي یو چې په بېلابېلو ولایتونو کې د یوه تقویتي مضمون په ډول تدریس شي، ترڅو ټول زده کوونکي د دې طبیعي موضوع په اړه معلومات ترلاسه کړي."

د پوهنې وزارت وايي، د دوی موندنې ښیې چې د نجونو د پرلپسې غیر حاضرۍ عمده دلیل میاشتنی عادت دی.

د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني وویل، د میاشتني عادت په تړاو نجونو ته د پوهاوي ورکولو پروګرام باید پراخ شي.

اغلې غني وویل، میندې او ښوونکې باید نجونې وپوهوي چې د بلوغ په دوره کې د هغوی په بدن کې یو شمېر فزیکي بدلونونه راځي.

هغې همداراز وړاندیز وکړ چې په ښوونځيو کې نجونو ته ځانګړي تشنابونه جوړ شي.

خو وړاندې د پوهنې وزارت چارواکو ویلي و چې د روان لمریز کال تر پایه به، په ۲۰۰ ښوونځيو کې نجونو ته ځانګړي تشنابونه جوړ شي.

که څه هم د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د میاشتني عادت په تړاو خبرې کول شرم ګڼل کېږي، خو په دې وروستیو کې لېدل کېږي چې حکومتي ادارې او پخپله خلک هڅه کوي په دې برخه کې د خبرو کولو په اړه محدودیتونه لرې کړي.

میاشتنی عادت یا د وینې ضایع کول د یوې نجلۍ د بلوغ لومړنۍ نښه ده.

سارا ۱۶ کاله عمر لري چې د عامه پوهاوي د نه شتوالي پرمهال بلوغ ته ورسېده او د لومړنۍ میاشتني عادت پرمهال یې له ویرې ژړل او ان دوه درې ورځې ښوونځې ته هم نه وه تللې.

هغه نه پوهېده چې په اړه یې له چا سره خبرې وکړي او ان تراوسه یې په دې اړه له خپلې مور سره هم خبرې نه دي کړي.

"پخوا تردې مې هېڅ معلومات مې نه لرل. کله چې د لومړي وار لپاره ناروغه شوم، ډېره ووېرېدم. وروسته مې خپلې یوې ملګرې سره مې خبرې وکړې. هغې راته وویل، دا معمولې خبره ده او لارښوونه یې راته وکړه. اوس په دې اړه عامه پوهاوی کېږي. زه به دغه معلومات د خپلې خاله لور ته ورسوم چې اوس نوې بلوغ ته رسېدلې ده."

په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت سربیره یوشمېر وزارتونه او ادارې په ځانګړي ډول د عامې روغتیا وزارت او مدني ټولنې هڅه کوي چې د نجونو د میاشتني عادت په تړاو پوهاوی لوړ کړي.

XS
SM
MD
LG