د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

د نجونو زده کوونکو د «میاشتني عادت» ستونزې ته پوهنې وزارت څه کړي؟


د کابل یو شمېر نجونې زده کوونکې
د کابل یو شمېر نجونې زده کوونکې

د ازادي راډیو خبریاله د کابل سوریا لېسې ته تللې ده.

  • په دې لېسه کې زده‌کوونکې نجونې د ښو زده‌کړو لپاره لازمې اسانتیاوې لري؟

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې ان د هغو ستونزو د هواري په اړه‌یې هم اقدام کړی چې له امله‌یې د نجونو زده‌کوونکو غیر حاضرۍ ډېرې او زده‌کړو ته نه‌شوی رسېدلی.

  • د نجونو «میاشتنی عادت» ستونزې ته د پوهنې وزارت څه کړي؟

دغه وزارت وايي چې د یادې ستونزې د هواري لپاره یې د نجونو په ډېریو ښوونځیو کې ځانګړي تشنابونه جوړ کړي دي.

د سوریا لېسې زده‌کوونکې هما او مریم ازادي راډيو ته وویل:

"دا یو طبیعي عادت دی چې پر هرې نجلۍ راتلی شي او باید په هر ښوونځي کې د دغې ستونزې د هواري لپاره اسانتیاوې وي، زموږ په ښوونځي کې هم داسې اسانتیاوې شته، موږ د دغې ستونزې د حل لپاره مجهز او ځانګړي تشنابونه لرو.

-کله چې زموږ د میاشتني عادت وخت شي، موږ بیا هم ښوونځي ته راځو، ځکه زموږ ښوونځي کې نجونو ته معیاري او ځانګړي تشنابونه شته، همدا راز داسې ځانګړې خونې هم لرو، کله چې پر یوې نجلۍ زیات درد راشي هلته ارام کولای شي."

د افغانستان د پوهنې وزارت د بدني روزنې او ښوونځیو د روغتیا رئیس وايي، د دوی موندونې ښيې چې د نجونو زده‌کوونکو د ډېری غیرحاضرۍ یو عمده لامل همدا موضوع ده.

په یو شمېر ښوونځیو کې جوړ شوي تشنابونه, 13 May 2019
په یو شمېر ښوونځیو کې جوړ شوي تشنابونه, 13 May 2019

محمد اکبر عمرخېل ازادي راډیو ته وویل چې د دوی په‌دغه اقدام سره اوس د زده‌کوونکو نجونو په غیر حاضریو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی:

"د کومو څېړنو له مخې چې د افغانستان د پوهې او عامې روغتیا وزارتونو د نجونو د قاعدهګۍ په اړه ترسره کړي، ډېری زده‌کوونکو نجونو له دې امله په میاشت کې اوونۍ غیرحاضري کوله، ځکه د لازمو امکاناتو د نه‌شتون له امله کورنیو دوی ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځي ته ولاړ شي، ځکه امکانات نه‌وو موجود، نو د پوهنې وزارت دا اقدام وکړ چې په ښوونځیو کې ځانګړي تشنابونه جوړ کړي."

دا چې تر اوسه پورې په کومو ولایتونو او په کوم شمېر ښوونځیو کې دغه ځانګړي تشنابونه جوړ شوي؟

ښاغلي عمرخېل یې په اړه څه ونه ویل، خو په خبره یې په پام کې ده چې د روان لمریزکال تر اخره پورې د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو په ۲۰۰ ښوونځیو کې دا کار ترسره شي.

  • د کابل د نجونو د یوه بل ښوونځي د «رابعه بلخي لېسې» حال

د دې ښوونځي زده‌کوونکې شکایت کوي چې ځانګړي تشنابونه څه ان عادي تشنابونه هم نه‌لري.

د دې ښوونځي زده‌کوونکې فاطمه او زینب وایي:

"کله چې زما میاشتنی عادت وي، تر درې ورځو ښوونځي ته راتللی نه‌شم، هغه تشنابونه چې لرو، هغه هم د تګ وړ نه‌دي، کله چې له دې ستونزې سره مخ کېږو چې له ټولګي بهر ووځو، توهین کېږو، څوک مو نه درک کوي، نه هم کومې اسانتیاوې شته، عادي تشنابونو ته هم د تګ وېره وي، زر خبرې دي.

-یوازې زه نه، بلکې زما ملګرې هم له دې ستونزو سره مخ دي، کله چې درسي ساعت کې له ښوونکو اجازه غواړو، بهر لاړې شو، بېرته چې راشو بله ښوونکې مو توهینوي، بیا ورته خپله ستونزه هم ویلی نه‌شو، که کومې ښوونکې درک کړو، ټولګي ته مو پرېږدي که نه نو له درسه پاتې یو، زموږ عادي تشنابونه دومره ککړ دي چې زړه مو بدوي."

په یو شمېر ښوونځیو کې جوړ شوي تشنابونه, 13 May 2019
په یو شمېر ښوونځیو کې جوړ شوي تشنابونه, 13 May 2019

د دغه ښوونځي مسؤلینې هم مني چې نجونې په‌دې برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي چې د غیرحاضرۍ کچه یې هم لوړه وي.

د دغه ښوونځي سرمعلمه سیما حبیبي وایي:

"له دې امله د نجونو غیرحاضرۍ زیاتې وي چې ځينو اسانتیاوو ته اړتیا لري، خو له ستونزو سره مخ دي، په میاشت کې پنځه یا شپږ نجونې د همدې میاشتني عادت له امله په ښوونځي کې بې هوښه کوي، بیا یې کورنۍ را غواړو چې روغتون ته یې انتقال کړي."

د افغانستان په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو نجونو لپاره په ښوونیز چاپیرال کې د لازمو امکاناتو نه‌شتون د دوی کورنۍ هم اندېښمنې کړي او همدا لامل دی چې د دوی د میاشتنۍ تاروغۍ پر مهال ښوونخي ته د تګ اجازه نه وکوي.

  • یوه مور د خپل لور په اړه څه وايي؟

یوه مور د خپلې لور ښوونځي ته راغلې څو د ښوونځي له مدیرې سره د خبلې لور د ستونزې په اړه خبرې وکړي چې د میاشتني عادت له امله ښوونځي ته نه‌شي راتللی او په حاضرۍ کې یې باید ورسره مرسته وشي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د مسؤلینو په وینا دوی د دغې ستونزې د ښه هواري او ورته د لازمې رسېدنې په هدف ښوونکو ته د قاعده ګی د لارښوونې کتابونه هم جوړ کړي چې د ښوونکو له‌خوا بیا زده‌کوونکو ته په‌دې اړه معلومات ورکول کېږي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:05:04 0:00
مستقیم لېنک

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG