د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

بي بي ګل: د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال دې د بالغو نجونو روغتیا ته پاملرنه وشي


د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني وايي، د بلوغ او میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د نجونو پاکۍ او نظافت ته پاملرنه مهمه مسئله ده او باید جدي پام ورته وشي.

افغان حکومت د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د نجونو پاکۍ او نظافت ته د کمې پاملرنې په اړه اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې باید نجونو ته د میاشتنۍ ناروغۍ د ستونزو له پېښېدو وړاندې عامه پوهاوی ورکړل شي.

د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۸» په کابل کې یاده مسئله مهمه وبلله او له روغتیا او پوهنې وزارتونو يې غوښتنه وکړه چې باید د بالغو نجونو صحت ته پاملرنه وکړي.

بي بي ګل غني
بي بي ګل غني

نوموړې وویل:

"موږ ټول پوهېږو چې د ځوانو نجونو د نظافت مسئله یوه ټولنیزه مسئله ده او دا ډېره مهمه ده چې باید په اړه‌يې خبرې وکړو، د بلوغ پر مهال د خپل ځان پاک ساتل او ښه خواړه مهم موارد دي چې د نجونو د تقویت لامل ګرځي او د سختو ناروغیو مخه‌يې نیسي."

لومړۍ مېرمنې له کورنیو وغوښتل چې د بلوغ پر مهال د ځوانو نجونو نظافت ته پوره پاملرنه وکړي او دوی په دې مرحله کې له روغتیايي ستونزو خبرې کړي.

اغلې بي بي ګل غني دغه خبرې د نجونو د پاکۍ او نظافت د مراعتولو د لومړني لارښود د معرفۍ په غونډه کې په کابل کې وکړې.

په دې ناسته کې د بي بي ګل غني تر څنګ د پوهنې، عامې روغتیا، عدلیې او د ښځو چارو د وزارتونو مسؤلانو هم برخه اخیستې وه چې د نجونو په ستونزو او د دوی د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه‌يې خبرې وکړې.

په افغانستان کې د یونېسف استازي ادیل خضر په دې غونډه کې وویل چې د ښوونځيو له نیمايي ډېرې نجونې بلوغ ته د رسېدو او میاشتنۍ ناروغۍ د پیل په اړه خبر نه‌لري او په سلو کې ۳۰يې حتی په دې وخت کې ښوونځیو ته نه‌راځي.

په همدې حال کې د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخې په دې برخه کې د پوهنې وزارت په لاسته راوړنو او په دې برخه کې د یونېسف د مرستې په اړه خبرې وکړې او ويې‌ویل چې په دې برخه کې به لارښود کتابونه په ښوونځیو کې په نجونو ووېشي.

میرویس بلخي
میرویس بلخي

ده زیاته کړه:

"فردي نظافت او پاکوالی د یو لومړیتوب په عنوان او د میاشتني دوران د مدیریت په اړه عامه پوهاوی د تعلیمي نصاب د پراختیا لپاره د اصل په توګه په نظر کې لرو، د لارښود مرستندویه کتاب ټولو هغو نجونو ته چې په ښوونځيو کې دي او یا لا هم ښوونځي ته نه‌دي جذب شوي، د لارښود په توګه وېشل کېږي."

ښاغلی بلخي وايي، دا لارښود کتاب د یو مشورتي ورکشاپ په پایله کې چمتو شوی، څو په ولایتونو او مرکز کې د نجونو ستونزو ته پام وشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیرزالدین فیروز وايي، د میاشتنۍ ناروغۍ د دورې نامناسب مدیریت د شدید درد په ګډون، پرله‌پسې ستونزې زېږوي چې نجونې په دغه پړاو کې له سترس، شرم او رواني ناراحتۍ سره مخامخ کېږي.

ښاغلی فیروز وايي، همدا موارد د دې لامل ګرځي چې نجونې په ورځنیو فعالیتونو کې او همدا شان ښوونځي ته له تګه پاتې کېږي او د وروسته پاتې کېدو لامل‌یې ګرځي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG