د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۲۰

امریکايي ځواکونو تېره میاشت افغانستان کې تر ۱۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي


په اګسټ مياشت کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د دولت پر مخالفینو ۸۱۰ بریدونه کړي وو او په سپټمبر کې بیا دا شمېره ۱۱۱۳ ته لوړه شوې ده.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت (پنتاګون) تازه راپور ښيي چې امريکايي ځواکونو تېره سپټمبر مياشت کې په افغانستان کې د ورځې شااوخوا ٤٠ هوايي بریدونه کړي دي.

پنتاګون ویلي، په سپټمبر مياشت کې يې د هوايي حملو شمېر ١١١٣ ته رسېږي، حال دا چې په اګسټ مياشت کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د دولت پر مخالفینو ۸۱۰ بریدونه کړي وو.

د امريکا دفاع وزارت ويلي، دا حملې د دې لپاره شوي چې پرې نه‌ښودل شي په افغانستان بيا د اسلامي دولت ډلې (داعش) د خراسان څانګې، القاعده او نورو ترورېستي ډلو په خوندي مرکز بدل شي.

امريکايي پوځيانو په افغانستان کې خپلې هوايي حملې په داسې حال کې زياتې کړي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات په تېره سپټمبر مياشت کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا لغوه شول.

ولسمشر ټرمپ د سپټمبر پر اتمه دغه مذاکرات وروسته له هغه لغوه اعلان کړل چې طالبانو په کابل کې د يوې خونړۍ حملې مسؤليت واخيست. په هغه برید کې ١٢ کسان وژل شوي وو چې يو په‌کې امريکايي سرتېرى و.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د امريکايي پوځيانو د هوايي حملو زياتېدل، له مخالفانو د سيمو په تصفيه کې ګټور تمام شوي دي.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل، په ځمکنيو عملياتو کې تر ډېره دولتي ځواکونه برخه لري، خو په هوايي عملياتو کې بهرني ځواکونه ورسره همکاري کوي.

هغه زیاته کړه: "په دې وروستيو کې موږ په ډېرو ولايتونو کې ګډ عمليات درلودل. په عملياتو کې د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو دفاعي او امنيتي ځواکونه او د ملي امنيت عمومي رياست، همداراز په هوايي برخه کې نړيوال ځواکونه له موږ سره مرسته کوي. هدف د دښمن له‌منځه وړل او د هغو سيمو ازادول دي چې د وسله‌والو په تصرف کې دي."

د امريکا د متحده ايالاتو دفاع وزير مارک اسپر د روانې اکټوبر مياشتې په لومړيو کې خبريالانو ته ويلي وو، د سولې د مذاکرو تر لغوه کېدو وروسته دوى په افغانستان کې د خپلو پوځي عملياتو شدت د پام وړ زيات کړى دى.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، دوى خپل پوځي عمليات په تېرو شپږو مياشتو کې شديد کړي چې لاسته راوړنې هم لري.

ښاغلي احمدزي وویل: "تاسو وليدل چې په تېرو شپږو مياشتو کې موږ وتوانېدو ١٣ ولسوالۍ د دښمن له تصرف څخه ازادې کړو. اوس په هغو سيمو کې دفاعي او امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى دي او خلک هلته په ارامه فضا کې ژوند کوي."

د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې په هوايي حملو کې ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموريت (يوناما) په هغه راپور کې چې د روانې اکټوبر مياشتې پر ١٧مه خپور شوى، راغلي چې د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په هوايي بریدونو کې ۵۷۹ ملکي کسان وژل شوي او ۳۰۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

یوناما ویلي چې دا شمېرې "د ٢٠١٨ میلادي کال د همدې مودې په نسبت ٢٨ فيصده زياتوالى ښيي."

په هوايي بریدونو کې د ولسي خلکو وژل کېدو تل د خلکو اعتراضونه راپارولي دي.

ولسمشر اشرف غني د روان کال په غبرګولي کې د افغانستان امنیتي او دفاعي چارواکو ته امر وکړ چې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي، خو لا هم دغه ستونزه پای ته نه‌ده رسېدلې.

د افغانستان حکومت په وار وار ويلي چې د ملکيانو د مرګ ژوبلې اصلي عاملين د دولت مخالفان دي چې له ملکيانو د سپر په توګه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG