د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ


په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو پرون د اکټوبر په نهمه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو نوی رپوټ رد کړ.

د امریکايي ځواکونو له لوري په خپاره شوي بیان کې ټینګار شوی چې په عملیاتو کې د ملکي خلکو د مصؤنیت لپاره فوق العاده زیات احتیاط کېږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما پرون وویل چې د مې په پنځمه نېټه په بکوا او دلارام ولسوالیو کې په هوايي حمله کې د ۱۴ماشومانو په ګډون ۳۹ ملکي وګړي وژل شوي او زخمیان شوي وو.

خو په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو وویل چې د حملو هدف په دې سیمو کې د وسله والو طالبانو د مخدره موادو د پروسس تر ۶۰ زیات مرکزونه وو.

ملګرو ملتونو وویل چې په بکواه او دلارام کې پر لابراتوارونو په هوايي حمله کې داسې کسانو ته زیان رسېدلی چې په جګړه کې ښکېل نه وو چې له دې امله پر نړیوالو بشري قوانینو تېری ګڼل کېږي.

یوناما: د نشه یي توکو د تولید پر فابریکو بریدونو ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

پرونی رپوټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او یوناما په ګډه جوړ کړی دی.

په رپوت کې ویل شوي چې هغو کسانو چې په لابراتوار کې یې کار کول، په جګړه کې برخه نه درلوده، له دې امله هغوی باید له حملې مصؤن پاتې شوي وای.

خو په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د ملګرو ملتونو د سازمان پر داسې حقوقي تحلیل او د معلوماتو د راغونډولو پر طریقه او د تحقیق د لارو په اړه پوښتنې کړې دی.

په بیان کې لیکل شوي: امریکايي ځواکونه په افغانستان کې په یوه پېچلي چاپېریال کې جنګېږي، د هغو کسانو په وړاندې جنګېږي چې عمداً خلک وژني، د ملکي خلکو شاته پټېږي او د پروپاګند لپاره بې اساسه ادعا کوي چې عام خلک وژل شوي دي.

په افغانستان کې امریکایي ځواکونه
په افغانستان کې امریکایي ځواکونه

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ویلي چې په پوځي عملیاتو کې په بې ساري ډول زیات کوښښ کوي چې ملکي افغانانو ته زیان ونه رسېږي.

امریکايي ځواکونو ویلي چې په فراه کې د مې میاشتې په پنځمه نېټه په هوايي عملیاتو کې له داسې دقته کار اخیستل شوی چې هېڅ ملکي وګړی په کې وژل شوی یا زخمي شوی نه دی.

هغوی ویلي چې سره له دې چې د امریکا حکومت هغه اقتصادي او مالي سرچینې چې له جګړې سره مرسته کوي، مشروع پوځي هدف ګڼی، قطعي نه ده چې د مخدره موادو د پروسس پر لابراتوارونو او کارکوونکو به حملې کېږي.

د ملګرو ملتونو د سازمان په حواله، په افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې بار پر ملکي افغانانو دی.

ملګري ملتونه وايي، د روان کال د پېل په شپږو میاشتو کې ۱۳۶۶ ملکي افغانان وژل شوي او تر ۲۴۰۰ زیات زخمیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG