د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۴

یوناما: د نشه یي توکو د تولید پر فابریکو بریدونو ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې


د یوناما په راپور کې ویل شوي د نشه يي توکو پر فابریکو د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې ۱۴ ماشومان او یوه میرمن هم وژل شوي دي.

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې د امریکايی ځواکونو له لوري د افغانستان په لویدیځ کې د نشه یې توکو د تولید پر فابریکو په بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د یوناما په راپور کې چې نن (چهارشنبه، میزان ۱۷مه) خپور شوی ویل شوي چې امریکايي ځواکونو د فراه او نیمروز ولایتونو په دوو ولسوالیو بګوا او دلارام کې پر ۶۰ محلونو ۶۰ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښتې.

په راپور کې راغلي، دغه بریدونه چې د روان کال د مې میاشتې په ۵ مه نېټه ترسره شوي ۳۹ پېښې یې د ملکي کسانو د وژل کېدو دي، چې په دې بریدونو کې ۳۰ نفره ملکي کسان وژل شوي، ۵ ټپیان او ۴ مورده هم نامعلومه دي.

د دې راپور له مخې په دې بریدونو کې ۱۴ ماشومان او یوه میرمن هم وژل شوي دي.

یوناما ویلي چې د وژل شویو کسانو له ډلې ۱۷ یې د نشه یې توکو په فابریکو کې د لابرتوار په برخه کې کار کاوه.

په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو له دې مخکې اعلان کړی و چې په دې بریدونو کې هغه کارخانې لمنځه وړل شوي چې طالبانو ته ترې ګټه رسېدله او هغه کسان چې ددې کارخانو په لابرتوارونو کې یې کار کاوه که څه هم په محاربوي فعالیتونو کې برخه نه درلوده، خو نظامي اهداف ښودل شوي.

خو یوناما په خپل راپور کې ویلي، د دوی موندنې ښيي چې دغه کارخانې د طالبانو په کنټرول کې نه وې، او د نړېوالو حقوقو له مخې په دې کارخانو بریدونو نظامي اهداف نشي کیدای.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا د یوناما راپور خلاف په دغو بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه ښیي.

ددغه کمېسیون ویاند شکرالله مشکور له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په دې بریدونو کې ۵۴ ملکي کسان وژل شوي او دده په خبره "دا له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده."

ښاغلي مشکور همداراز په دغو بریدونو کې د ۱۴ کسانو د ټپي کېدو خبره وکړه او ویې ویل، "زموږ موندنې ښې چې په دې ۹ بمباریو کې د بشري حقونو بشر دوستانه اصول نقض شوي."

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په خپل ټویټر پاڼه تند غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د راپور جوړونې تګلاره دوی ته د اندېښنې وړ ده.

له دې سره یوناما غوښتنه کړې چې په دې برخه کې لا نوره څیړنه هم وشي او هغه چاته چې زیان اوښتی باید رسیدنه وشي.

XS
SM
MD
LG