د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۸

افغانستان

د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې هوايي برید لسو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

سیمه ییز چارواکي وایي چې دغه هوايي برید تېره ورځ د وردوج ولسوالۍ په باشُند سیمه کې شوی دی.
سیمه ییز چارواکي وایي چې دغه هوايي برید تېره ورځ د وردوج ولسوالۍ په باشُند سیمه کې شوی دی.

د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت بدخشان کې په یوه هوايي برید کې لږ ترلږه اتو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سیمه ییز چارواکي وایي چې دغه برید تېره ورځ د وردوج ولسوالۍ په باشُند سیمه کې شوی دی.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس احمد بشیر صمیم ازادي راډیو ته وویل، "د هوايي عملیاتو له امله متاسفانه تېره ورځ ۸-۹ کسان شهید او زخمیان شوي. په شهیدانو کې دوه ښځې او پاتې نارینه دي. یو شمېر ښځې او ماشومان ټپياندي او د مرکز فیض اباد په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي."

ښاغلي صمیم د وژل شویو او ټپيانو شمېرې مشخصې نه کړې. هغه وویل، طالبان او بهرني اورپکي په سیمه کې کې د خلکو له کولو د سپر په توګه کار اخلي. د افغانستان دفاع وزارت لا ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس په خبره، په بدخشان کې تصفیوي عملیات له تېرې یوې میاشتې راهیسې روان دي.

د وردوج او یُمګان ولسوالۍ چې له تېرې څو کلونو پرې طالبانو کنټرول درلود، د همدغو عملیاتو په ترڅ کې د دولتي ځواکونو لاس ته ولوېدې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جرمني ۲۵ افغان پناغوښتونکي په یوه چارتر الوتکه کې کابل ته ولېږل

ارشیف
ارشیف

د جرمني حکومت نن سه شنبه ( د ثور۸مه) ۲۵ افغانان چې دغه هېواد کې په جرمونو محکوم وو، افغانستان ته واستول.

ډي.پي.اې خبري اژانس د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دغه پناغوښتونکي تیره شپه په یوه چارتر الوتکه کې له لایپزیګ ښاره روان شول او سه شنبه سهار مهال کابل ته ورسېدل.

د راپورونو له مخې دغه کسان په قتل، جنسي تیري، نورو ته د زیان اړولو او د نشه یي توکو اړوند جرمونو باندې محکوم وو.

دا اخراج د جرمني او د طالبانو د حکومتونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې شوی دی.

تر دې وړاندې هم جرمني لسګونه افغانان چې دوی مجرم بللي، کابل ته ډیپورت کړي دي.

م.م وايي، په کونړ کې پر ملکیانو او پوهنتون بریدونه یې مستند کړي

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت دفتر وايي چې د اسعداباد په ګډون په ځینو سیمو د هوايي بریدونو له امله یې د لسګونو ملکي کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو پېښې مستندې کړې دي.

یوناما نن سې‌شنبه (۸ ثور) په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړي ډول تعلیمي مرکزونه، باید هر وخت خوندي وي.

دې ادارې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله څرګنده کړې ده.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ، پر کونړ ولایت د پاکستان بریدونو ته په اشارې ویلي چې ملکي وګړي باید تل خوندي وي او د پېښو عاملان باید حساب ورکړي.

هغه ټینګار کړی چې د وروستیو پېښو په اړه چټکې، خپلواکې او بشپړې څېړنې ضروري دي.

تر دې مخکې د طالبانو چارواکو ویلي و چې پاکستان د دوشنبې په ورځ د تسعداباد ښار او د کونړ ولایت په ځینو سیمو باندې هوايي بریدونه کړي دي. د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پر سیدجمال الدین افغان پوهنتون او ملکي سیمو د برید ادعاوې «ښکاره دروغ» دي.

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، په لوړه کچه د خبرو لپاره کابل ته په رسمي سفر رسېدلی دی.

دې وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، ټاکل شوې چې کابلوف د سې‌شنبې په ورځ د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي، او د طالبانو له نورو جګپوړو چارواکو سره وویني.

د بیان له مخې، تمه ده چې په دغو خبرو کې پر سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، سیمه‌ییزو پرمختګونو، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نورو مهمو موضوعاتو بحث وشي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي خپلې دوه‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او په ډیپلوماسۍ، پانګونې، بنسټیزو پروژو او سیمه‌ییز امنیت کې همکاري پراخه کړي.

روسیې په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلې دي او یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

فرانسه: لسګونه ټنه بشري مرستې افغانستان ته استول شوي

ارشیف
ارشیف

د فرانسې بهرنیو چارو وزارت وايي تقریبا ۴۲ ټنه بشري مرستې افغانستان کې ملکي وګړو لپاره استولي دي.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې، چې د دوشنبې په ورځ د (۷ ثور) په رسمي وېب‌پاڼه کې خپره شوې، دغه مرستې د ایربس بنسټ په ملاتړ او د اروپا دبشري هوايي پل له لارې لیږل شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو مرستو کې د درملیزو خوړو ۲۶۸۰ بکسونه او یو ټن طبي وسایل شامل دي.

ټاکل شوې دغه مرستې د ملګرو ملتونو لخوا د پنځو کلونو څخه کم عمره ۳۲۰۰ هغو ماشومانو باندې وویشل شي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۲۲ میلیونه خلک په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري، چې په دوی کې ۷.۵ میلیونه ماشومان او امیندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

یونیسف: تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي

افغانستان کې د واکسیناسیون یو کمپاین ،ارشیف
افغانستان کې د واکسیناسیون یو کمپاین ،ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۱ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د یونیسف سرپرست استازي، چارلیس نزیوکي، د معافیت د نړیوالې اونۍ په مناسبت د دوشنبې په ورځ د ثور په ۷مه په یوه ویډیويي پیغام کې په دې هېواد کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغۍ د له منځه وړلو پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه یوازیني دوه هېوادونه دي چې پکې د پولیو ناروغي لا هم په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې د پولیو د ویروس د وحشي ډول یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

دمعافیت نړیواله اونۍ د اپرېل له ۲۴ څخه تر ۳۰ پورې لمانځل کېږي؛ دا هغه اونۍ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د واکسینونو د اهمیت او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې یې د رول د څرګندولو لپاره نومول شوې ده.

پر کونړ د پاکستان ننني بریدونه، لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۷۰ ټپیان دي

د کونړ په ننني برید کې یوه ټپي شوې ماشومه
د کونړ په ننني برید کې یوه ټپي شوې ماشومه

پر کونړ ولایت د پاکستان نننیو توغندیزو بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت تایید کړې چې دغو بریدونو کې چې پر مرکز اسعد اباد او درېو ولسوالیو شوي، لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

توغندي پر کورونو او اسعد اباد کې د پوهنتون پر ودانۍ او بازار لګیدلي دي.
لږ تر لږه ۳۰ محصلین په ټپيانو کې شامل دي.

په هستوګن سیمو او بازار د بریدونو په سبب ډېره مرګژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.

په اسعداباد کې یوه قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په بازار کې د توغندي له کبله د تیلو یو پمپ هم د اور لمبه شوی دی.

هغه زیاته کړه چې توغندي په ځایي وخت ماسپښین ۲ بجې پر بېلابېلو سیمو ولګېدل.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې تېره شپه په سپین بولدک کې هم دواړه لوري په جګړه اوښتی وو.

د طالبانو امنیتي چارواکو ادعا کړې چې د سپین بولدک په ( غچ اخیستونکي) برید کې یې د پاکستان ۶ پوځیان وژلي دي.

پرونۍ نښته وروسته تر هغه ونښته چې د راپورونو له مخې د پاکستاني پوځیانو برید کې د افغانستان خواته یو ماشوم ووژل شو.

جوزجان کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

ارشیف، سمنټي توکي
ارشیف، سمنټي توکي

د جوزجان د یتیم تاق د سمنټو فابریکې د جوړولو چارې نن دوشنبه ( د ثور۷مه) پيل شوې.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې "دغې پروژه کې ۷۷ ترکي شرکتونه ۱۶۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي."

د وزارت د معلوماتو له مخې، دا پروژه ۲ کلونو کې بشپړیږي او په ورځني ډول به د ۳ زره ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د لارو له بندوالي وروسته په افغانستان کې د سمنټو بیې نژدې دوه برابره لوړې شوې او عامو خلکو او ودانیزو شرکتونو په دې اړه شکایتونه وکړل.

د یتیم تاق پروژې د کار د پرانستې مراسمو کې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، د لارو بندوالي او بندیزونو ته په پام هڅه کوي کورنی صنعت او تولید پیاوړی کړي.

له نسبي کرارۍ وروسته سپين بولدک کې بیا سرحدي شخړه شوې

ارشیف، سپين بولدک
ارشیف، سپين بولدک

د افغانستان یوشمېر کورنیو رسنیو ویلي چې تېره شپه په سپین بولدک ولسوالۍ کې طالب او پاکستاني پوله ساتو جګړه کړې ده.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، جګړه هغه مهال ونښته چې پاکستاني لوري سپین بولدک کې ډزو سره یو ماشوم وواژه.

په راپورونو کې د طالبانو د امنیتي چارواکو په حواله ادعا شوې چې دوی د پاکستان ۶ پوځیان په غچ اخیستونکو بریدونو کې وژلي دي.

تراوسه د دواړو خواوو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم په خپلواک ډول دغه ادعاوې نه شي تاییدولی.

د تېر کوچني اختر له اوربند او بیا چین کې له خبرو وروسته د افغانستان او پاکستان سرحدي شخړې یو څه کمې شوي، خو یو مخ لا نه دي دریدلي.

د افغانستان اکثرو ولایتونو کې د درنو بارانو اټکل شوی

کابل کې د باران یوه صحنه
کابل کې د باران یوه صحنه

د هوا پېژندنې ادارې په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سیلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دې ادارې وړاندوینه ښيي چې پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس، هرات، فراه، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردک، لوګر، کابل، ننګرهار، پکتیا، خوست، تخار او بدخشان به نن د درنو بارانونو، تالندې برېښنا او سیلابونو شاهد وي.

په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه د ۱۰ او ۳۰ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.

تېره یوه میاشت په افغانستان کې د باران او سیلابونو په ګډون د طبیعي پیښو له امله نږدې ۲۳۰ کسان مړه شوي او له ۳۰۰ څخه ډیر نور ټپیان شوي دي.

امیر خان متقي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره خبرې کړي

 امیر خان متقي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره خبرې کړي
امیر خان متقي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې متقي په سیمه کې د ثبات لپاره د سعودي عربستان د هڅو ستاینه هم کړې ده.

وزارت دا هم لیکلي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې ثبات د هرچا لپاره مهم بللی او د شخړو د پای ته رسولو لپاره یې په خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.

سعودي عربستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني؛ خو یو له هغو څو هیوادونو دی چې د طالبنو له حکومت سره نږدې اړیکې لري.

ریاض د تیر کال په ډسمبر کې د طالبانو او پاکستاني استازیو ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب وکړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG